لسګونه پښتو اثار لرونکی روسی (( پښتو پوه )) مړسو

_99550943_26196324_1825604810845586_9125004408922570186_n (1)

د پښتو ژبي روسی استاد او څېړونکی پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف مړسو. هغه چي د پښتو ژبي د تدریس ترڅنګ په ختیځ پوهنه او افغان پوهنه کي مخکښ و، څېړونکی او ليکوال و، د ۹۸ کلونو په عمر مړ سو.

ښاغلي لېبېدېف د ژوند ډېره برخه د افغان پوهني او پښتو ژبي په برخه کي تدریس او څېړنه کي تېره کړله.

د هغه لومړی اثر د پښتو ژبي ګرامر دی، چي ۷۳ کاله مخکې چاپ سوی او وروستی څېړنیز اثر يې افغان ولس – پښتانه نومېږي، چي څو کاله وړاندي د روسیې علومو اکاډیمۍ خپور کړی.

د استاد لېبېدېف د ژوند او اثارو په اړه لیکوال افضل ټکور، چي استاد يې له نژدې پېژانده، وویل، نوموړی پښتو پوه، روسی لیکوال دی چي کلونه کلونه یې د پښتو ژبې په درس او اثارو لیکلو او ژباړو کي تېر کړي دي.

نوموړی وايي، پروفیسر لېبېدېف درېیم روسی پښتو پوه و، چي پخپل عصر کي یې پښتو ژبه کي زده کړي کړي وې، په پښتو ژبه یې شاګردان روزل او پښتو ژبې ته یې خدمت کاوه.

335 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...