طالبان غواړي نوی مشر وټاکي

ليکوال: عبدالمجيد ځلاند

که څه هم دطالبانو تر منځ  دقدرت پرسر شخړي او یو بل ته بد رد ویل کومه نوې خبره نه ده، خو په دې ورستیو کي ددوی اختلافاتو بل رنګ نیولی دی. طالب مشرانو دیوبل په وړاندي دمسلحانه جګړې تر څنګ تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې او د اعلامیو په خپرولو سره یوبل ته ګواښنه کوي او هر مشر خپل پلویان دبل په وړاندي دمبارزې ډګر ته رابولي، دبیلګي په توګه په وروستیو ورځو کي د(ملا اختر محمد منصور دپلویانو) لخوا یوه اعلامیه خپره سوې، چي دملا هبت الله رهبري يې ډیره ضعیفه او په خپله دنده کي ناکامه بللې ده.

په اعلامیه کي ویل سوي، چي طالبانو دملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور په وخت کي ډیر، بهرني او داخلي ملاتړي لرل، ډېر مالي امکانات او تجهزات يې دخپلو پلویانو څخه ترلاسه کول، خو اوس دا هرڅه ددوی دلاسه وتلي او ملا هبت الله اخندزاده نه دی توانیدلی، چي مالي امکانات ترلاسه او دطالبانو تر منځ یووالی راولي.

دیادي اعلاميې په متن کي داسي لیکي ((له هغه وخته څخه را پدې خوا، چي داسلامي امارت رهبري شیخ هبت الله اخندزاده ته سپارل سوې ده داسلامي ا مارت رهبرۍ په شمول مو درهبرۍ د ډېرو اعضاوو او مشرانو نیتونه، مقاصد او غریضې دځينو سیاسي او شخصي اغراضو ښکار سوي او داسلامي هیوادونو پر ځای يې متاسفانه دځينو غیر اسلامي خارجي هیوادونو سره، چي په افغانستان کي يې په ملیونو بیګناه خلګ په شهادت رسولي او دټولو بدمرغیو اصلي عاملین دي، سیاسي اړیکي نیولي  او له هغو يې دنظامي مرستي غوښتنه کړې ده، چي داسلامي امارت دمشرتابه له دې پالیسۍ او عمل سره ډېر هغه مجاهدین وروڼه، چي پلرونه او دکورنۍ غړي يې پخوا دسور ښکیلاک په وړاندي په جهاد کي شهیدان سوي، ناراضه او داسلامي امارت لیکي يې پرېیښي دي، ځکه نو ګورو چي ورځ تر بلي باالخصوص په روان کال کي ددښمن دسیسې او پلانونه  زموږ پر رهبرۍ او مجاهدینو کي عملي کیږي او هم ورځ تربلي قومي، مادي او دقدرت طلبۍ هوس داسلامي امارت په مشرانو باندي غالبیږي، له دې سره سم داسلام امارت رهبري شورا ځيني غړي بدون دکوم دلیله  دولایتونو دمسئولین او نور نظامي چاروا کي مداخله کوي او دخپلې شخصي او قومي ګټو پر اساس کار کوي، چي له امله يې ډېر جهادي مسئولین او مجاهدین وروڼه هم ناراضه سوي دي. ))

په اعلامیه کي داهم ویل سوي، چي ډيری طالب مشران او مسئولین  شهیدان سوي او یا دډير فشار له امله بهرته تللي او ډېر نور بیا دامتیاز په بدل کي خارجیانو ته سپارل سوي، چي ډير مشران ددې خبري شاهدان دي .

هغوی پرخپلو پلویانو ږغ کړی، چي سره یوسي او دطالبانو لپاره نوی مشرتابه او رهبر  وټاکي، په اعلامیه کي دتلیفون شمېرې او ایمل ادرسونه هم اعلان سوي، چي ددوی سره اړیکه ونیسي ( داعلاميې بشپړ متن او شمېرې هم کتلاي سئ )20180101_170732Presentation120180101_17064520180101_170740

108 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Capture

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله خپل مخالف طالب قومندانان د داعش سره د اړیکو درلودلو په تور وژني

450 ټول کتل سوی شمېر 10 نن کتل سوی شمېر دا راپور شریک کړئ په ...