د کندهار هوايي ډګر او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ سړک په پاخه او اساسي ډول جوړيږي

دیاد سړک دجوړیدلو چاري به ډېر ژر د الیاس ویس او يونیک بیلډز په نوم دوو کورنیو شرکتونو لخوا پيل سي.

کندهار والي په دې اړوند د شرکتونو له مسؤلينو سره په خبرو کي وويل، چي نوی جوړېدونکی سړک به د اوسني هغه سره په څنګ کي د اووه متره بروالي سره جوړسي.

په کندهار کي د بيارغوني او پرمختيايي کارونو په لړ کي ولايتي اداره غواړي، چي دا ځل د کندهار هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري سړک په اساسي ډول جوړ او پراخ کړي.

دا سړک، چي اوږدوالی يې۸۰ کيلومتره دئ د اوسني هغه سره په څنګ کي د اووه متره په بروالي سره په ۳۷ ميليونه څلور سوه زره شپږ سوه دوه نيوي امريکايي ډالره د فوايدي عامې او ماليې وزارت لخوا په دوه نيمو کلونو کي جوړيږي.

gg

د دې سړک په مسير کي به دوه لوی پلونه او ۷۴ پلچکونه هم په اساسي ډول ورغول سي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا د دوشنبې په ورځ د ياد سړک د قراردادي شرکتونو د مسؤلينو سره په خبرو کي دسړک پرکیفیت ټینګار وکړ او له هغوی یی وغوښتل ترڅو دپروژې چاري دمعیار او قرارداد مطابق تر سره کړي.

د اړوند شرکتونو مسؤلينو کندهار والي ته ډاډ ورکړ، چي د سړک جوړوني چاري به په معياري ډول او د کړي قرارداد سره سم مخ ته يو سي او په ټاکلي وخت به يې چاري هم بشپړي کړي.

images

ښاغلي ویسا دیاد سړک ترڅنګ دښوراوک او سپین بولدک ترمنځ د۹۰کیلومتره سړک دپروژې په منظوریدلو هم خوښی وښودل او دایې دملي یووالي دحکومت له ژمنو یوه وبلل چي دکندهار له خلګو سره یې کړې وه.

کندهار والي وايي د دغه سړک پر لومړي برخه کار شروع دئ او پر پاته دريو برخو به يې هم ژر کار پيل سي.

کندهار والي وايي مرکزي حکومت او کندهار ولایتي اداره ټينګ هوډ لري، چي په کندهارکي د بيارغوني او پر مختيايي کارونه ډېر او د متوازن انکشاف تر څنګ په ټولو ولسواليو کي ښه حکومتولي پياوړې کړې.

خبریال: نثار احمد احمدي

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...