د کندهار – روزګان ترمنځ د لويي لاري د جوړېدو چاري به ژر بشپړي سي

دغه څرګندوني د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د چهار شنبې په ورځ له دغي لويي لاري څخه د ليدني پرمهال وکړې.

د رزوګان- کندهار ترمنځ پر لويه لاره له تيرو څو مياشتو راهسي د فوايد عامې وزارت او د۲۰۵  اتل قول اردو د انجينرۍ د ټيم له لوري کار روان دی.

د کندهار- روزګان ترمنځ لويه لاره چي د ډير خرابوالي له امله يې پردې لويه لاره تلونکي مسافر له ستونزو سره مخ کړي اوس يې په اساسي ډول د جغل اندازۍ چاري رواني دي.

_DSC7263

د همدې لاري څخه د ليدني پرمهال د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ولايتي شورا  رئيس سيد جان خاکرېزوال د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر سمونوال رحمت الله اطرافي او د ځينو سکتوري ادارو د رئيسانو په ملتيا د کندهار شمالي ولسوالۍ شاوليکوټ ته سفر وکړ.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د شاوليکوټ ولسوالۍ څخه د تېرېدونکي روزګان- کندهار ترمنځ د لويي لاري د ساختماني کارونو څخه خوښي وښوده او وې ويل، چي امنيتي ځواکونو ددې مهمي او کليدي لاري په امنيت ساتنه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي.

_DSC7130

کندهار والي زياته کړه، چي ددې لاري د جغل اندازۍ چاري به ژر بشپړي او د کندهار- روزګان خلک به په اسانۍ ورباندي تګ راتګ وکړي.

د يادوني وړ ده، چي د روزګان- کندهار ترمنځ جوړېدونکی سړک،چي ۳۶ کيلومتره دئ تر دې مهاله يې ۱۲ کيلومتره جوړ سوی، چي د هيواد د ټولګټو چارو وزارت او دلته په کندهار کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د انجينرۍ د ټيم له لوري رغول کيږي.

د ټولګټو چارو وزارت ولايتي مسولين وايي، چي پردې لويه لاره پراته پلچکونه هم په اساسي شکل روغول کيږي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...