د کندهار د مځکوالۍ رئيس وايي په زرګونه جريبه دولتي مځکه يې له غصبه خلاصه کړې ده

نورالله دغه څرګندوني د پنجشبې په ورځ د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خوني له تجارتي مرستيال فريدالله حبيب سره يوځای د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالاره کي د خپلو رياستونو د فعاليتونو د وړاندي کولو پرمهال رسنيو ته وکړې.

sss

د کندهار د مځکوالۍ رئيس نورالله وايي په ټوله کي دلته په کندهار کي نژدې درې لکه ۸۷ زره متره مربع دولتي مځکه غصب سوې، چي په خبره يې رياست يې د کندهار له ولايتي ادارې سره په همکارۍ د روان کال په جريان کي په ډېره لږ موده کي په زرګونه جريبه دولتي مځکه له غاصبینو خلاصه کړې ده.

د نوموړي په وينا، د ټوله هيواد په کچه کندهار يوازنی ولايت دی، چي ډېره دولتي مځکه پکښي له غصب خلاصه سوې ده. د کندهار د مځکوالۍ رئيس نورالله وايي، چي رياست يې مخکي د مالي او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون پربيلابيلو وزارتونو تړلی وو، چي په خبره يې اوس خپلواک سوی او د کندهار د کاډسټر اداره چي مخکي يې خپلواک فعاليت درلود اوس ددوئ په رياست کي مدغم سوې.

هغه دغه راز د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د ځينو پلانونه يادونه هم وکړه، چي د ده په خبره اداره يې ترلاس لاندي لري او عملي به يې کړي.

ssss

پرهمدې مهال بيا د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست تجارتي مرستيال فريدالله حبيب هم د خپل رياست اړوند  دروان او راتلونکي کال پلانونه له رسنيو سره شريک کړل.

د نوموړي په وينا، چي اداره يې د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ډېر کار کوي، چي په روان کال کي يې په سلګونه ټنه وچه او لنده مېوه د هوائي دهلېز له لاري هند هيواد ته صادره کړې ده.

هغه وايي په راتلونکي ۱۳۹۷ کال کي په پلان کي لري، چي له کندهاره-هند هيواد ته د هوائي دهلېز  د کارګو پروازونه نور هم منظم کړي، ترڅو د کندهار وچه او لنده مېوه پر وخت د هند تر مارکېټونو ورسيږي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست تجارتي مرستيال فريدالله حبیب دغه راز د کندهار صنعتي پارک د فعاليتونو په اړه هم معلومات وړاندي کړل.

دده په وينا، چي د صنعتي پارک له ۱۵۴ فابريکو څخه يوازي ۱۱۳ فابريکې فعالي دي، چي ۵۳۹۰ کسان پکښي په کار بوخت دي.

sssss

د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست تجارتي مرستيال فريدالله حبیب د صنعتي پارک لپاره د منظمي بريښنا نشتون هغه څه وبلل، چي په خبره يې د فابريکو فعاليت يې ټکنی کړی دی.

د نوموړي په وينا اوس مهال صنعتي پارک ته ۸ مېګاواټه بريښنا ورکول کېږي، چي په ۲۴ ساعتونو کي يوازي لس ساعته بريښنا لري.

خو دهغه په وينا، چي په کندهار کي دلس مېګاواټه په ظرفيت د لمرېزي بريښنا او د دهلي پر بند د بريښنايي سيسټم د نصبېدو د پروژو په عملې کيدو سره به د کندهار صنعتي پارک د بريښنا ستونزه تر ډېره بريده حل سي.

راپور: رحيم الله رحيمي

1350 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...