د کرکټ په ډګر کي د ۲۰۱۷ م کال پای؛ په کور دننه او بهر کي څه وسول!؟

Cricketworldcup

د ۲۰۱۷ م کال د کرکټ په تاریخ کي یو له هغه کلونو څخه و، چي پکښي د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو د پول میمبر شیف یا پوره غړیتوب ارمان پوره سو.

دواړو لوبډلو ته د کرکټ نړیوالي شورا لخوا د ټیسټ یا ۵ ورځنیو سیالیو درجه ورکړل سوه او د کرکټ نړیوالي شورا سره د لومړۍ درجه لوبډلو په لیست کي شاملې سوې.

په دې کال کي د افغانستان لپاره نور ښه او بد زیري هم شامل وو، د کورني کرکټ څلور ورځنیو سیالیو ته د فرسټ کلاس یا لومړۍ درجه لوبو حیثیت ورکړل سو، د کورني کرکټ ستوري لوبغاړي بهیر محبوب د فرسټ کلاس سیالیو کي د سلیزو ریکارډ جوړ کړ، ملي لوبډلي پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو ته ماته ورکړه، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلي بنګله دیش څخه په کور کي د سیالیو سیریز وکاټه، د شپږیزي لیګ سیالیو ته د لوبغاړو نیلامي وسوه، بهرني لوبغاړي هم پریمانه د روزونکو او مبصرینو سره یو ځای کابل ته راغل.

د همدې کال په ورستۍ ډیسمبر میاشت کي افغان کرکټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۵ م کال څخه د راپیل سوي انټر کانټینیټل جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

خو د کرکټ مینه والو لپاره بد خبر بیا د شهزاد محمدي بندیز و، چي د هر قسم کورني، بهرني او نړیوال کرکټ څخه منع سو، چي د مینه والو د کرکټ مینه یې بې مینې کړه.

د شهزاد بندیز د کرکټ مینه والو زړونه مات کړل، خو په همدې ۲۰۱۷ م کال کي د هندوستان مشهوره کرکټ تجارتي لیګ ای پي ایل سیالیو کي د دوو افغان لوبغاړو لوبیدو سره د مینه والو نظر د شهزاد څخه د محمد نبي او راشد پر لوري سو. دغه سیالیو ځکه خوند پیدا کړ، چي د بهرنیانو ترڅنګ میلونونه افغانانو د دغه سیالیو د لیدو لیوالتیا پیدا کړه، ځکه چي دوه افغان لوبغاړي په لمړي ځل دغه سیالیو کي لوبیدل او ټول لیګ هم دوی په سر را واخیست.

هرې خواته راشد خان و، نه لوبغاړی معلوم و، نه روزونکی معلوم و، نه فلمي ستوری معلوم و، مبصرین خو پریږده، ځکه چي د راشد خان سیالیو ته همدوی رنګ او خوند ورکړی و، د راشد خان په میدان کي د لوبي نندارې په طمع و.

راشد خان سره سم نبي هم میدان کي راڅرګند سو، خوند خو د سیالیو ځکه زیات سو، چې محمد نبي په ټول افغانستان کي د خلکو په زړونو کې ځای درلود او په لمړۍ سیالۍ کي یې انګلستانی لوبغاړی وسوځاوه.

د ای پي ایل وروسته نبي او راشد د ویسټ انډیز غوره لیګ ته ولاړل، ورپسې د بنګله دیش د کورنی کرکټ لیګ پیل سو، چي پکښي ۵ لوبغاړو ګډون وکړ، د نبي او راشد سره سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران او ظاهر خان هم د دغه لیګ ګډونوال سول.

په متحده عربي اماراتو کي د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو پیل وسو، چي پکښي د محمد نبي ترڅنګ اضغر ستانکزي، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، ظاهر خان او مجیب ځدران ته د لوبیدو چانس ورکړل سو.

راشد خان د اسټرالیا مشهوره بیګ باش سیالیو کي هم د لوبیدو تړون ترلاسه کړ، خو محمد نبي یې هم ملګری و.

تر ټولو د خوښۍ خبر او زیری بیا دا و، چي د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه او د لمړي ځل لپاره په دوه مسلسل سیالیو کي یې پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلي ته په ریکارډ ډول ماته ورکړه.

په ټوله کي ۲۰۱۷ م کال د کرکټ په ډګر کې د افغانستان لپاره د لاسته راوړنو ډک کال و.

له افغانستان اخوا په بهرني او نړیوال کرکټ کې بیا د ویرات کوهلي سلیزو نړیوال کرکټ ته رنګ ورکړی و، د ډیویډ میلر او روهیت شرما تیز ترینو سلیزو خلک حیران کړل، چې په ۳۵ بالونو لوبولو سره جوړې شوې.

د شاهد افریدي، یونس خان، مصباح الحق، اشیش نیهرا او داسې نورو نړیوال کرکټ پای ته ورسید.

سریلنکا، پاکستان ته په ټیسټ سیالیو کې کلین سویپ ورکړ، خو پاکستان بیرته سریلنکا د لوبو ګټلو پسې ړنده کړه، د یو پر ځای یې دوه غبرګ کلین سویپونه وخوړل.

هندوستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.

د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په نوې بڼه ۱۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې، چې پکې د کرکټ پخوانیو او اوسنیو لوبیدونکو مشهوره لوبغاړو ګډون کړی و.

د بنګله دیش د کورني کرکټ بې پي ایل په تجارتي سیالیو کې د کریس ګیل مسلسل سلیزو د رانګپور رایډرز لوبډله بریا ته ورسوله.

532 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...