د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

ليکنه : سرخط

پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو د بندیو اغېز به په کشمیر او ډېورنډ فرضي کرښه ډېر ژر ولیدل سي. د دغه هېواد نظامي بودیجه لږ څه د پاسه ۸ میلیارډه ډالره ده، چي د امریکا د شا و خوا ۲ میلیارډ ډالرو په نه ورکولو سره به د دې بودیجې ۲۵ په سلو کي پاکستان په سختۍ له نورو برخو پوره کړي.

د پاکستان نظامي بودیجه د افغانستان تر نظامي بودیجې ۴۵٪ زیاته ده، خو د نظامیانو شمېر یې د افغانستان درې برابره زیات دی. د پا کستان د پوځي بودیجې ۶۰ په سلو کي په عملیاتي برخه مصرفېږي چي د امریکا د مرستوپه بندېدو سره د پاکستان د پوځي عملیاتو ماشین ته سخت ټکان ورکوي.

په پا کستان کي د څه باندي ۵۶ میلیارډ ډالره چینايي پانګوني په پیل سره پاکستان دوه کاله وړاندي په خپله دفاعي بودیجه کي د څه باندي ۷ په سلو کي زیاتوالي خبر ورکړ. دغه هېواد پلان درلود چي پر ډېورنډ او بلوچستان کې یو شمېر چوڼۍ زیاتي، هوايي ځواک پیاوړی اویو شمېر نوې جنګي الوتکې په ۲۰۱۸ کي را نیسي چي د دې پلان له مخې یې نظامي بودیجه څه باندي ۸ نیم میلیارډ ډالره ته لوړه کړي.

امريکا ژمنه کړې وه چي د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت به وسلې او د شا و خوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت به درې Bell AH-1Z Viper دوه ماشینه چورلکې ورکوي، چي د هرڅه د نوو امریکايي بندیزونو ښکار سول. پر دې سربېره پاکستان د شا و خوا یو میلیارډ ډالرو په ارزښت له روسیې او اوکراینه د نوو T-80UD ټانکونه را نیسي او al-Khalid MBT ۶۰۰ ټانکونو د جوړولو پلان یې هم په نطفه کي شنډ سو.

د پا کستان ټوله بودیجه شا و خوا ۵۳ میلیارډه ډالره ده، چي د امریکايي مرستو د بندېدو له کبله یې د کرنسۍ «کالدارې» ارزښت په بېساري ډول را وغورځېد او دا مهال یو ډالر شاوخوا ۱۱۳ کالدارې کېږي، چي د خلکو پر ژوند او عوایدو یې هر اړخیز منفي اغېز کړی.

ددغه هیواد واردات زیات سوي، چي عمدتاً تر ننه په ډالر تر سره کېږي. پاکستان د نفوسو له اړخه د نړۍ پنځم ستر هېواد دی، خو د سړي سر کلني عاید له کبله ۱۴۷ ځای لري چي دا پخپله د ټولنیز بحران اوج یا چاودني ته نږدې حالت ښيي. ملکي حکومت نظامیانو ته په کمین کي ناست دی او د امریکا په څېر نړیوالو دوستانو مرستې ته اړ دی، خو پوځیان ملکیان کار ته نه پرېږدي او پخپله هم د نړیوال فشار له کبله واک نه سي تر لاسه کولای.

یو ناکام او ضعیفه ملکي او یو نیم‌واکه پوځي اداره له اسلام‌ اباده د امریکا نظام بدلونکو ګواښونو ته د سپر کېدو ډغري وهي. په داسي حال کي چي پاکستانۍ خزانه پر امریکايي ډالرو تکیه لري، نظامي او ملکي کوپړیو یې د امریکا پر وړاندي د درېدو اعلان وکړ، په لومړي حرکت کي یې د راکړي ورکړي له پاره د ډالرو پر ځای پر چینايي یوان د کار و بار د پیل امر وکړ.

ظاهراً پاکستان دا کار د امریکا پر وړاندي د درېدو او له واشنګټنه خپګان په ډاګه کولو له پاره وکړ، خو اصلي موخه د پاکستاني چارواکو له خوا د امریکا د احتمالي بندیزونو له وېري په لومړي سر کي د بچ کېدو مساله ده. په پاکستان کي تر لسو ډېري لويي بهرنۍ کمپنۍ په کاروبار بوختې دي، چي دوی ټولي له پاکستانه د خپلو پانګو د ایستلو په فکر کي دي.

په پاکستان کې له چينه پرته تېر کال ایله شا و خوا ۲ میلیارډه ډالره پانګونه سوې وه چې یوه برخه یې د عربي کمپنیو له خوا وه، چې د امریکايي فشارونو او د پاکستان د ناوړه سیاسي او اقتصادي وضیعت له کبله یې پراخولو ته زړه نه کېږي. لامل یې پر یو شمېر پا کستاني کمپنیو احتمالي بندیزونه دي چې کېدای سي د امریکا له خوا له وسله ‌والو ډلو سره د هغوی د ممکنه اړیکو له کبله د سیاست ښکار سي.

هغه شمېر پاکستاني شرکتونه چې په نورو هېوادونو، خاص بيا په عربي نړۍ او امریکا کې په پانګونه بوخت دي، د امریکايي سیاست له اړخه سخت نارامه دي او فکر کوي، چې هېواد یې د امریکا سیاسي، نظامي او اقتصادي فشارونو ته نه سي ټينګېدای او د پاکستان دننه د دوی د پانګونې پر وړاندې خنډونه او ګواښوونه پراخوي.

په پاکستان کې د امریکايي چارواکيو پرله پسې ګواښوونو ته غبرګون توند دی، خو له بهرمېشتي پاکستاني شنونکي روان وضیعت د اسلام‌اباد په ګټه نه بولي او ښکاره بیانونه یې دا دي چې چینايي دوستي د امریکايي ملګرتیا ځای نه سي نیولای. پاکستان اویا کاله له واشنګټنه په ډالري تغذیه کېدو روږدی سوی او اسلام‌اباد ته به سخته وي چې دغه عادت خوشې کړي.

په سیمه کې د امريکا ګټې نور له پاکستانه پرته خوندي کېدونکې دي او د همدې له پاره امریکا غواړي چې په لومړي ګام کې خپلې نظامي او ملکي مرستې بندې کړي او بیا په یو شمېر هغو پاکستاني کمپنیو او شرکتونو بندیزونه ولګوي چې له پوځیانو سره اړیکې لري او فکر کېږي چې وسله‌والو ډلو سره پټ لینکونه لري.

په پا کستان کې شنونکي باور لري چې د پاکستان ترخې ورځې پيل سوي دي او د افغانستان او هند پر وړاندې به خپل دريځ له لاسه ورکړي. د واشنګټن او اسلام‌اباد د اړيکو خرابېدل به پا کستان، چين او روسيې ته ور نږدې کړي چې دا به په سيمه کې د کابل او امريکا او د نوي ډيلي او واشنګټن اړيکې لا پياوړي کړي.
پاکستان له دېوانو سره غېږ ايستلو ته اړ سوى چې فکر کېږي لاس و پښې به يې غوټې پکښي مات سي.

739 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...