د هلمند کندهار د لويي لاري قومندان وايي، وسله وال مخالفین مو سخت ځپلي دي

د شهرا کنډک قوماندان وايي: عمومي لاري ته څېرمه شاوخوا سیمو کي يې وسله وال مخالفین د سر ښکاره کولو توان نه لري. دی وايي، پر هغو کلیو پر له پسې عملیات وسوه، چي په وسیله به يې دوی دا لویه لاره نا امنه کول. خشکابه، نهرسراج او بندتیمور ته نږدې لویه لاره همدا د لښکرګا ښار څخه د کندهار تر دوراهي غځېدلی سړک دی. یادي سیمي له کلونو کلونو راهیسي نا امنه دي او وسله وال مخالفین يې د خپلو جګړیزو عملیاتو لپاره کاروي.

a

مسولین وايي د جنوبي سیمي پراخ ریګستان، چي تر ډېورنډ پولي رسېږي، د وسله والو مخالفینو د تګ راتګ لاري دي، تر ریګستان را ورسته د دوی لومړۍ اډه خشکابه ده او بندتیمور دی، چي تر هغه وروسته نهرسراج او نورو شمالي ولسوالیو ته اکمالات کوي.

د شهرا کنډک قوماندان څارمن عبدالقیوم وايي: وسله والو مخالفینو په تېر کي هڅه وکړه، چي دغلته نا امني رامنځ ته کړي، خو دوی د پرله پسې عملیاتو په ترڅ کي داسي وځپل، چي د بیا راڅرګندیدو ځواک او قوت يې ورمات کړی دی.

څارمن عبدالقیوم وايي، د بندتیمور او خشکابې سیمو ته کله ناکله وسله وال مخالفین راځي، چي د ده په ټکو څونور پنجابیان هم ورسره وي.

aa

ددې کنډک یو بل افسر عبدالغني وايي، وسله وال مخالفین د نا امنۍ هڅه کوي، لارو کي ماینونه ښخوي، خو دی وايي اوس د خلکو له خوا خبر ورکول کیږي او دوی هم سمدستي د ماینونو پر شنډ او هغو سیمو د عملیاتو چټک اقدام کوي، چي طالبان پکښي ځان ته د خوندي ځای په لټه کي وي.

aaa

له موټرچلوونکو مو د دې سړک د امنیتي وضعیت په باب وپوښتل، هغوی راضي دي او وايي پولیسو ښه امنیت ټینګ کړی دی او دوی هم پرته له کومي ستونزي تګ راتګ کوي.

aaaa

وسله وال مخالفینو د سږ کال په ګرمۍ موسم کي یو ځل بیا د دې لويي لاري، د تړلو ګواښ وکړ، خو د چارواکو په وینا هغوی خپل زور وواهه چي یوازي یو څو پلونه يي ونړول او نور يې جګړیز قوت د پخوا په پرتله کمزوری سوی دی.

راپور: عبدالرحيم مطمين

1475 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...