د هلمند چارواکي: سږ کال به حتمن د کوکنارو کمپاين کوو

په هلمند کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې چارواکي وايي، تراکتوران يې چمتو کړي، چي سږ کال پر ټاکلې نېټه هلمند کي کوکنار واړوي. که څه هم دوی د کوکنارو اړولو لپآره د ولسوالیو نوم نه دی اخیستی، خو ښايي دولت یوازي هغو سیمو کي کوکنار مات کړې ، چي تر کنټرول يې لاندي وي.

a

هرکال هلمند کي، زرګونه هکتاره مځکه کي کوکنار کرل کیږي، چي د کروند ګرو په وینا له دې لاري خپلي اقتصادي ستونزي حل کوي.

چارواکي وايي، همدا نشه يي توکي دي، چي د وسله والو مخالفینو جګړه يې روانه ساتلې ده او سیمه کي يې نا امني جوړه کړې ده. خو سږ کال دولت چمتوالی ښودلی، چي یو ځل بیا د کوکنارو کمپاینونه ترسره کړي.

د هلمند د نشه يي توکو ضد مبارزې ریس سید احمد ورور وايي، لسګونه ټراکټوران يې د کوکنارو اړولو لپآره برابر کړي دي او د امنیتي ځواکونو په ملتیا به هغو ولسوالیو کي کوکنار واړوي، چي تر دولتي حاکمیت لاندي وي.

aa

خو کروند ګر وايي، دولت باید د کمپاین د مصرف پر ځای کروند ګرو ته د ښو کرکیلو بدیلي لاري لټولي وای، ځکه دوی وايي هغه په میلونهاو ډالر، چي د کمپاین برخه کي مصرفیږي، له کروند ګرو سره باید په اصلاح سوو تخمونو د بست تصدۍ بیا فعالیت او مارکیټ برخه کي مصرف سوي وای. د دوی په وینا کمپاینونه نسي کولای، چي هلمند له کوکنارو پآک کړي.

aaa

دا پداسي حال کي ده، چي تیر کال هلمند کي د کوکنارو کمپاین ترسره نسو، لامل يې چارواکو پراخه نا امني بلل، خو سږ کال هم امنیتي پوښښ هغسي پراخ نه دی، چي د کوکنارو پراخ کمپاین دي پکښي ترسره سي.

خبریال: عبدالرحيم مطمين 

372 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...