د هلمند د ولسوالیو سلګونه پولیس په ښار کي پر دنده ګمارل سوي دي

د هلمند امنیه قوماندان مني، چي د ولسوالیو پولیس يي ښار کي پر دنده ګمارلي دي، خو دی وايې دغه کار يي د وچ مجبوریته کړی دی.

امنیه قوماندان وايي، له کله چي د تاسیساتو ساتني د پولیسو تشکیلات حذف سوه، نو دوی مجبور سوه، چي یو زیات شمېر پولیس دولتي تاسیساتو د ساتني لپاره ورکړي.

که څه هم په ولسوالیو کي عملیات روان دي، او هره روځ د پرمختګ خبره کیږي، خو څو ورځي وروسته بيرته امنیتي ځواکونه را شاته کیږي، او سیمي بېرته وسله والو مخالفینو ته خوشي کیږي، د ساتني لپاره يي د پولیسو د تشکیلاتو کموالی چارواکي په ګوته کوي.

2

خو بل خوا بیا سلګونه داسي پولیس سته، چي د ولسوالیو د تشکیلاتو اړوند وي، خو اوس مهال په ښار کي دنده ترسره کوي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافی هم دغه شمېره مني او وايي: لویه ستونزه د تاسیساتو د ساتني د پولیسو د تشکیلاتو لغوه کېدو جوړ کړی دی.

دی وايي، دلته ګڼ شمېر دولتي ودانۍ ریاستونه او مدیریتونه دي، چي ساتني ته اړتیا لري او دوی مجبور دي، چي د پولیسو د اوسني تشکیلاتو ګټه واخلي، که هغه د مرکز اړوند وي او یا هم ښار لپآره ګمارل سوي وي.

1

له بلي خوا د پولیسو د جلب او جذب پروسه هم کمزورې ده، امنیه قوماندان وايي، په دې اړه يي له مرکزي چارواکو سره ستونزه شریکه کړې ده، دی وايي: نه یوازي په ولسوالیو کي دوی د پولیسو د کمو تشکیلاتو له ستونزي سره مخ دي، بلکه په مرکز کي هم ورته ستونزه لري.

د دولتي تاسیساتو د ساتني پولیسو تشکیلات نږدې دوه کاله د مخه حذف سوه، خو له هغه وخته راهیسي د دې ستونزې لپاره پرته له دې، چي د ولسوالیو پولیس وګماري بله چاره ونه سنجول سوه.

تېر کال د هلمند پخواني قومندان کینتوز، بیا د پولیسو لس زره تشکیلات څلوېښت سلنه خیالي بللي وه، او ویلې وه، چي دوی پر دې کار کوي، ترڅو د پولیسو د تشکیلاتو کمښت پوره کړي، خو دا دی تر کال ډېر وخت تیر سو، دغه ستونزه تر اوسه نه ده حل سوې.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

370 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي دنیمروز او هرات لویه لار د امن لپاره يي د امنیتي ځواکونو یوه قرارګا ځای پر ځای کړې

هغه وویل : په دې سیمه کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ...