د ملي امنيت ځواکونو په ۲۴ ساعته عملياتو کي ۷۶ وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ملي امنيت ځواکونه

د ملي امنيت د عمومي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ملي امنيت منسوبينو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۷  ځانګړي ۲ هوايي او ۱۸ ګډ عملياتونه کړي، چي پر مهال يې ۵۰ وسله وال ترهګر وژل سوي  ۲۶ ټپيان سوي او  ۶ تنه هم ژوندي نيول سوي دي.

دغه عمليات د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کي سوي دي. عملياتو کي د وسله والو ترهګرو څخه په زيات شمېر وسلې او مهمات هم نيول سوي او د هغوی نقليه وسايط يې لمنځه وړي دي.

د ملي امنيت د عمومي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د عملياتو پر  مهال د ملي امنيت منسوبينو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دئ اوښتی.

خبري څانګه

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...