د ملي امنيت ځواکونو په ۲۴ ساعته عملياتو کي ۹۷ وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې

د ملي امنيت د عمومي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ملي امنيت منسوبينو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۰  ځانګړي ۹ هوايي او ۲۱  ګډ عملياتونه ترسره کړي، چي پر مهال يې ۶۶ وسله وال ترهګر وژل سوي ۳۱ ټپيان سوي او ۴ تنه هم ژوندي نيول سوي دي.

دغه عمليات د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کي تر سره سوي دي.

n00066084-b

عملياتو کي د وسله والو ترهګرو څخه په زيات شمېر وسلې او مهمات هم نيول سوي او د هغوی نقليه وسايط يې لمنځه وړي دي.

د ملي امنيت د عمومي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د عملياتو پر مهال د ملي امنيت منسوبينو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دئ اوښتی.

خبري څانګه

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...