د مشرانو جرګې پلاوی: په کندهار کي په کمو امکانانو هر اړخيز کارونه سوي دي

د مشرانو جرګې راغلي ۱۲ کسيزه پلاوي د کندهار له بيلابيلو ادارو څخه تر ليدني وروسته تر سره سوي فعاليتونه وستايل. کندهار والي وايي که د کابينې یو شمېر وزيران ورسره همږغي او همکاري وکړي، نو دوی به په هره برخه کي د پام وړ لاسته راوړني ولري.

a

د تيرو څو ورځو را په دې خوا د مشرانو جرګې د فرهنګي، لوړو زده کړو، معارف او دیني چارو کميسيون غړو کندهار ته سفر کړی او دلته يې د بيلابيلو ادارو څخه ليدنه وکړل.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې راغلي پلاوي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندي کړل او وويل، چي د دولتي او خصوصي پوهنتونو، پوهني، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ او کندهار ملي راډيو تلوېزيون د ادارو څخه يې ليدنه کړې.

د مشرانو جرګې د راغلي پلاوي مشر عبدالطيف نهضت يار وويل، د حج او اوقافو رياست د ځمکي او ترانسپورټ، د کندهار راډيو تلوېزيون د ځمکي او په ښوونځيو کي د کتابونو د انتقال او بريښنا نشتون ترڅنګ د لوی عيدګاه د جامې منارونو جوړول او د حضرت عمر بن خطاب جامع د پرمختيايي پروژو د کارو څخه يادونه وکړه او په دې برخه کي يې د سته ستونزو د حل ژمنه وکړل.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چي د ادارو څخه يې ليدنه کړې او ستونزي يې را ټولي کړي دي.

کندهار والي وويل که د کابينې یو شمېر وزيران ور سره د مامورينو په ګمارنه کي همږغي وکړي، نو په ډېرو چارو کي به پرمختګ رامنځ ته سي.

هغه له راغلي پلاوي غوښتنه وکړل، چي په دې برخه کي اړوند ستونزه د کابينې له وزيرانو سره شريکه کړي، تر څو کندهار ته غير مسلکي کسان د دندو لپاره را ونه ليږي.

د ولسي جرګې راغلي ۱۲ کسيزه پلاوی په کندهار کي وروستي پرمختګونو د ستايني تر څنګ ډاډ ورکړ، چي سته ستونزي به له جمهور رئيس او د کابينې له وزيرانو سره شريکي کړي.

راپور: نثار احمد احمدي

435 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...