د مشرانو جرګې استازو د کندهار راډيو تلوېزيون کارونه وستايل

د پنجشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د فرهنګي، لوړو زده کړو، معارف او دیني چارو د کمیسون د کندهار راډيو تلوېزيون څخه د ليدني پر مهال ترسره سوي فعاليتونه وستايل.

د راغلي پلاوي مشر وايي د کندهار راډيو تلوېزيون لپاره د مځکي ستونزه به هم ډېر ژر د اړوند مسؤلينو سره شريکه کړي.

بل لوري د کندهار راډیو تلوېزیون امر نور الله نوري  د مشرانو جرګې له غړو سره د دې ادارې اړوند ستونزي شریکي کړې.

1

د څو ورځو څخه کندهار ته د مشرانو جرګې د کلتوري، معارف، لوړو زده کړو او دیني چارو د کمیسون غړو سفر کړی چي پر مهال يې ددې ولایت د معارف، حج اوقافو او کندهار راډيو تلوېزيون څخه لیدنه وکړه.

د کندهار راډيو تلوېزیون څخه د مشرانو جرګې د غړو د لېدني پر مهال د کندهار راډيو تلوېزیون امر نورالله نوري  په هره برخه کي معلومات ورکړل او د راډیو تلوېزيون لپاره د ځمکي د اسنادو پر برخه کي ستونزي يې ورسره شريکي کړې.

2

ښاغلي نوري وویل چي د کندهار ملي راډيو تلویزیون پنځویشت جریبه مځکه لري خو وایي چي اوس مهال یې پنځه جریبه ځمکه په اختیار کي ده.

نوموړی زیاته کړه چي د مځکي کمبودي له امله د کندهار راډیو تلوېزیون د پرمختګ او پرخوالي مخه نيولې ده.

دې ته ورته د مشرانو جرګې د ديني، کلتوري، معارف او لوړو زده کړو د کمیسون رئیس عبدالطیف نهضت یار د کندهار ملي راډيو تلویزیون کارونه وستایل او زیاته يې کړه ددې امریت ټولي ستونزي به د ولس مشر سره شریکوي.

4

ښاغلي نهضت یار زیاته کړه چي کندهار ته د سفر موخه یې په دې ولایت کي د اړونده ادارو څخه لېدنه او د هغوۍ مشکلات اوریدل وه.

باید وویل سي چي تر دا مهاله د مشرانو جرګې استازو ددې کمېسون اړوند له درو دولتي ادارو څخه ليدنه کړې ده او پلان لري چي د نورو ریاستونو څخه په راتلوونکي کي ليدنه وکړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

1026 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...