د مرکز څخه راغلو سناتورانو په يوه غونډه کي د کندهار اړوند د ځوانانو ستونزي واورېدې

د مشرانو جرګې د پوهني، حج او اوقافو او فرهنګي کمېسون استازو د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي د دغه رياست ترڅنګ د کندهار په يوشمېر ادارو کي سته ستونزي له ځوانانو واورېدې.

له کابل څخه د ياد کمېسون غړي په دې موخه راغلي، چي د کندهار د ځينو دولتي ادارو څخه د ستونزو د حل په موخه ليدنه وکړي.

د جمعې په ورځ د مشرانو جرګې غړي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ولاړل او هلته يې د دغه رياست د رئيس فضل باري بريالي په ملتيا لومړی د تاريخي موزيم څخه ليدنه وکړه.

3

وروسته د مشرانو جرګې سناتورانو په يوه غونډه کي د کندهار د ولايتي شورا د غړي سيداحمد سېلاب ترڅنګ، د ځوانانو د مدني ټولنو له استازو سره د ستونزو شريکولو په موخه ناسته وکړه.

په غونډه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس فضل باري بريالي د بوديجې، امکاناتو او تشکيل د کمښت ترڅنګ د تاريخي آبدو ترميم او رغونه هغه ستونزي يادي کړې، چي حل ته ضرورت لري.

ښاغلي بريالي وويل، د لوی احمدشاه بابا د کور ترڅنګ د نارنج ماڼۍ هم  استملاک ته اړتيا لري او بايد د تاريخي ځايونو د ارزښت په موخه اساسي ورغول سي.

د مشرانو جرګې د ديني، فرهنګي او پوهني کمېسیون غړو وويل، کندهار د تاريخ کور دئ او د ارزښت له مخي د تاريخ زيات ستوري او امپراطوران له کندهار څخه دي.

2

دوی ټينګار وکړ، چي نوی نسل او ځوانان دي، د تاريخ د ژوندي کولو او کلتور د پياوړتيا په موخه د خپلو تېرو مشرانو لار د درس او عبرت په موخه تعقيب کړي.

سناتورانو وويل، کندهار ته يې د راتګ موخه د يوشمېر دولتي ادارو څخه د ستونزو د حل په موخه له نژدې کتل دي.

په دغه غونډه کي د کندهار د ولايتي شورا غړي سيداحمد سېلاب او د بېلابېلو مدني ټولنو استازو په خپل وار سره د مشرانو جرګې غړو ته د کندهار د معارف، روغتيا، سپورټ او ځينو نورو ستونزو يادونه وکړه.

دغه کسانو وويل، ځوانانو اوسنيو ناخوالو او حالاتو ته په کتو هر کله تر خپله وسه او توانه هڅه کړې، چي د کندهار بېلابېلي ستونزي تر چارواکو پوري د حل په موخه ورسوي.

دوئ د ځوانانو لپاره د کارموندني ترڅنګ، په ځينو ادارو کي د بوديجې د کمښت، په ملي او نړيوالو پروګرامو کي د کندهاريو ځوانانو نشتون او د لوړو زده کړو څخه محروميت هغه څه ياد کړه، چي دم ګړی ورسره لاس او ګرېوان دي.

4

د غه راز د پوهني رئيس انجنير عبدالقادر پيوستون ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چي د مشرانو جرګې راغلي پلاوي ته يې د کندهار د معارف په اړه ټولي ستونزي په تفصيلي شکل بيان کړي، څو هغوی يې د حل په موخه په مرکز کي د اړوندو چارواکو سره شريکي کړي.

هېره دي نه وي، چي د مشرانو جرګې د ديني، فرهنګي او پوهني کمېسیون استازو د خپل راتګ سره سم په کندهار کي د پوهني، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ترڅنګ تېره ورځ د کندهار ملي راډيوټلوېزيون څخه هم ليدنه وکړه او پرمهال د دغه راډيوټلوېزيون نشراتي فعاليتونه وستايل.

خبریال : روزالدين ايازي

429 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...