د عامه نظم پوليسو د ګزمې پرمهال ۴ پارسله چرس نيولي دي

پوليسو دغه نشه يي توکي او ټليفون د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بندي تيمور په سيمه کي کشف کړي، خو په تړاو يې هيڅ کوم کس نه دی نيول سوی. د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت مسؤلين وايي، نشه يي توکي هغه مواد دي، چي نوی نسل او ځوانان ډېر ژر په اخته کېدلای سي، نو ځکه بايد ټول کسان ورڅخه ډډه وکړي.

a

د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بندي تيمور په سيمه کي د عامه نظم پوليسو د ګزمې پرمهال ۴ پارسله چرس او يو سيټ ټليفون نيولی دی.

پوليسو دغه نشه يي توکي او ټليفون د کندهار د امنيې قومندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت ته سپارلي، څو پلټنه وکړي، او د څېړنو په نتيجه کي دا معلوم کړي، چي ياد توکي په کوم کس او يا ډلي پوري اړه لري.

د نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال حاجي ولي شا آڅکزی وايي، اداره يې شپه او ورځ په دې لټه کي ده، چي نشه يي توکي، قاچاقبر او کروندګر يې ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

aa

د دغه مديريت مدير سمونوال آڅکزی دغه راز زياتوي، چي نشه يي توکي وژونکي او روږدې دونکي مواد دي، چي نوی نسل ډېر ژر په اخته کېږي او سالم ژوند يې له منځه وړي.

د ده په خبره، عام خلګ دي د خپلو پوليسو سره د نشه يي توکو په پلټنه کي همکاري زياته کړي او ټول هغه کسان دي پوليسو ته په ګوته کړي، چي په سيمه کي د نشه يي توکو کاروبار ته پراختيا ورکوي.

داپه داسي حال کي ده، چي پوليسو په دې وروستيو کي د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د نشه يي توکو په له منځه وړلو کي خورا ګټور ګامونه اخيستي او په بېلابېلو عملياتو کي يې د نشه يي توکو کاروباريان او کروندګر د قانون پنجرو ته راکش کړي.

راپور: روزالدين ايازي

417 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي دنیمروز او هرات لویه لار د امن لپاره يي د امنیتي ځواکونو یوه قرارګا ځای پر ځای کړې

هغه وویل : په دې سیمه کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ...