د خاکرېز ولسوالۍ لسګونه اوسيدونکو دکندهار والي سره خپلي ستونزي شريکي کړې

دغو کسانو د يکشنبې په ورځ دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره د کتني پرمهال په خاکرېز ولسوالۍ کي د ښه حکومتدارۍ په برخه کي د کندهار ولايت مقام د مرستي غوښتنه وکړه.

26230634_1630938313638219_319264521808464414_n

د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي ديوې ناستي  پرمهال د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره په کتنه کي غوښتنه وکړه، چي د کندهار ولايتي اداره دي په دې ولسوالۍ کي د امنيت ترڅنګ په پرمختيايي، اقتصادي، زراعتي، تعليمي او ځينو نورو برخو کي خپلي هڅي نوري هم چټکي کړي.

دوئ په خپلو خبرو کي وویل، چي ددې ولسوالۍ خلک له دولت سره په هره برخه کي همکارۍ ته تيار دي او په وينا يې که د ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کار کولو زمېنه برابره سي دا به د امنيت ترڅنګ په هره برخه کي پراخ اصلاحات رامنځته کړي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د خاکرېز ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته له هغوئ سره ژمنه وکړه، چي ولايتي اداره به د خپلو امکاناتو په نظر کي نيولو سره په دې ولسوالۍ کي د امنيت ترڅنګ په ډيرو نورو برخو کي هڅي زياتي کړي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د خاکرېز ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چي له دولت سره په هره برخه کي پراخه همکاري وکړي او وې ویل، چي د حکومت او خلکو ترمنځ همکاري کولای سي په هره برخه کي پرتي ستونزي حل کړي.

د يادوني وړ ده، چي د کندهار ولايتي چارواکي وايي، د هرې ولسوالۍ د متوازن پرمختګ او ځينو نورو برخو کي پراخ پروګرامونه ترلاسه لاندي لري، چي په خبره يې په عملي کېدو سره به يې په ولسواليو کي سته ځني ستونزي تر ډېره بريده راکمي سي.

راپور: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...