د افغانستان بانګ مسؤلين وايي، د مالياتو د تحويلۍ پرمهال سوداګرو ته نوري اسانتياوي هم برابروي

د افغانستان بانګ مسؤلين وايي پر داسي پلان کار کوي، چي له مخي به يې د ګمرګ او مستوفيت تحويدلېدونکي ماليات د خصوصي بانکونو د لاري هم تحويل سي.

په کندهار کي د افغانستان بانک د زون مسؤل محمد نعيمي اکبري وايي د دې لپاره، چي د مالياتو د تحويلۍ پر مهال خلګو ته اسانتياوي برابري سي پر يو منظم پلان کار کوي. په ورته وخت کي سوداګر وايي د شخصي بانکونو په فعاليت سره يې په سوداګرۍ کي پراختيا راغلې ده.

26731404_2484539198438733_6435234024359577710_n

په افغانستان کي د تېري یوې لسیزي څخه د نورو برخو تر څنګ په سوداګرۍ کي هم ډېر پرمختګ سوی دئ چي زیاته برخه یې سوداګریزو بانکونو جوړه کړې ده. د بانکونو د لاري د نړۍ زیاتو هیوادو ته د پيسو لیږد رالیږد هغه څه دي، چي سوداګري يې اسانه او پراخه کړې ده.

یادي څرکندوني په کندهار کي د جنوب لودیځي حوزې لپاره د عزیزي بانک د نوي څانکي په پرانیست غونډه کي سوداګرو وکړې. د عزيزي بانک پرمختیایي سلاکار حاجي عتیق الله احمدي وويل، اوس مهال په کندهار کي ددې بانک پنځه څانګي شتون لري، چي د لا پراختيا او مشتريانو لپاره د نورو اسانتياوو د برابرولو هڅي رواني دي.

هغه وايي هڅه کوي، چي په ټولو څانګو کي د پیسو د ژر تر لاسه کولو ماشنونه ( ای تي ایم ) هم فعاله کړي.

a

شخصي بانکونو ته په اشارې کندهار کي د افغانستان بانک د زون مسؤل محمد نعیمي اکبري وويل چي ددې څخه وروسته به په ټول هیواد کي د مالیاتو او محصولاتو راټولو پروسه د شخصي سوداکریزو بانکونو له لاري تر سره سي. ښاغلي اکبري زیاته کړه چي د سوداګریزو بانکونو له لاري د مالیاتو او محصولاتو راټول اسانه او شفافه پروسه ده.

aa

د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهیر او ملي سوداګر حاجي محمد صدیق مهمند  وویل چي د سوداګریزو بانکونو د ډیروالي سره یې په تجارت کي پرمختګ راغلی دی. هغوی غوښتنه وکړه چي دولتي مسؤلین دي د سوداکریزو بانکونو لپاره نوره هم د پیسو د انتقال پروسه اسانه کړي .

aaa

سوداګر وايي د شخصي بانکونو د لاري سوداګرو ته د سوداګريزو اسانتياوو د رامنځ ته کولو تر څنګ په نړۍ کي د افغانۍ د پيژندګلوۍ او د دې کرنسۍ د پرمختګ په برخه کي هم مهم رول اداء کړی دئ.

راپور: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...