د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي، د مطبوعو دښه او قانوني فعاليت لپاره يې هڅي پيل کړي

د پنج شنبې په ورځ د اطلاعاتو اوکلتور په رياست کي د کندهار د يو شمېر مطبوعو له مسؤلينو سره د همدغه رياست رئيس فضل باري بريالي د يوشمېر ستونزو د حل په موخه وليدل. د مطبوعو مسؤلينو غوښتنه وکړه، چي په کندهار کي دي د هغه کسانو مخه ونيول سي، چي په غير قانوني توګه په پاکستان هيواد کي د کندهار د مطبوعو کارونه کوي.

d

ددغه ناستي پرمهال د ټولو مطبوعو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور رئيس ته شکايت وکړ، چي په کندهار کي يوشمېر کسان د مطبوعو کارونه اخلي او بيا يې په پاکستان کي کوي. دوی وويل، دغه کړني يې پر کارو بار منفي تاثير کړی او که چېري حل کړل سي، کاروبار به يې پرمختګ وکړي.

پرهمدې مهال د اطلاعاتو او کلتور رئيس فضل باري بریالي وويل، په کندهار کي د ټولو هغه مطبوعو مخه نيسي، چي بېله جوازه فعاليت کوي. ښاغلي بريالي ټينګار وکړ، چي د پاکستان هيواد ترڅنګ به له نورو ولايتونو څخه هم د مطبوعو کارونه راګرځوي او دلته به په کندهار کي د مطبوعو په برخه کي دولتي او خصوصي سکټور قوي کوي. د ده په خبره، په راتلونکې غونډه کي به د مطبوعو د مسؤلينو ترمنځ يوه اتحاديه جوړه کړي، څو همږغي يې ترمنځ زياته او ستونزي يې د همدې لاری حل سي.

dd

مسؤلين وايي، په کندهار کي د مطبوعو د ښه فعاليت سره سم به خصوصي سکټور ته د کار زمينه برابره سي او له بله طرفه به د ماليې په مرسته دولتي خزانه پياوړې او بډايه سي.

راپور: روزالدين ايازي

1906 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...