په ډنډ ولسوالۍ کي ۱۵۷ کروند ګرو ته دسبزيجاتو تخمونه ووېشل سول

دشپږ قلمه سبزيجاتو تخمونه هغه ۱۵۷ بزګرانو ته ورکول سول چي څو مياشتي وړاندي دکندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق ورته په مځکو کي د اوبو برمې وهلي وې. دمسئولينو په خبره، يادو کروند ګرو ته به دسبزيجاتو دکرلو په اړه روزنه هم ورکول سي.

a

په ډنډ ولسوالۍ کي دتخمونو دوېش په اړه جوړه سوې غونډه کي دمرستيال والي عبدالحنان منيب ترڅنګ دزراعت او نشه يي توکو پرضد دمبارزي رئيسانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو او کروند ګرو برخه اخيستې وه.

مرستيال والي عبدالحنان منيب دوينا پرمهال وويل چي دسبزيجاتو داصلاح سوو تخمونو دويشلو څخه يې هدف زراعت ته وده ورکول او په ځان بسيا کول دي، ترڅو وکولای سو دکال هر موسم کي سبزي ولرو.

aa

دغه راز دنشه يي توکو په وړاندي دمبارزې او زراعت رئيسانو هم خبروکي د اوبو نشتوالی يوه لويه ستونزه وبلل، چي کيدلای سي دبديلو لارو چارو په مرسته زراعت پیاوړي کړو. دوی له بزګرانو وغوښتل ترڅو ديادو اصلاح سوو تخمونو څخه عظمي استفاده وکړي او دشنو خونو په مرسته سبزيجات په لاس راوړي.

aaaa

په ورته وخت کي دولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم بارګزي هم د ډنډ ولسوالۍ د اوسيدونکو څخه مننه وکړل، چي ددولت سره همکارۍ ته دوام ورکوي او دامنيت په تامين کي دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي. هغه پر دولتي ادارې ږغ وکړ، ترڅو په پرمختيايي برخه کي دي ولسوالۍ ته خپل پام زيات او دزراعت ترڅنګ انکشافي پروژې هم په دغه ولسوالۍ کي پلي کړي .

aaa

ديادوني وړ ده چي يادو تخمونو کي دروميانو، بينډيو، بانجڼو، ګلپی، توريو او اوږي هغه شامل ؤ چي ډنډ کي ۱۵۷بزګرانو ته ورکول سول اوپه دامان ولسوالي کي به ۱۴۳ نورو بزګرانو ته هم ورکول سي.

راپور: نثار احمد احمدي

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...