دکندهارمرستيال والي وايي دجمهور رئيس دهدايت پر اساس به کندهارکي دپوليو د مخنيوي په موخه هڅي چټکي کړي

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل دپنج شنبې په ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني د ويډيوکنفرانس له لاري ورته هدايت کړی، چي دپوليو دمخنيوي لپاره هڅي چټکي کړي او دې ولايت کي  دپوليو ناوړه ناروغۍ ته دپای ټکی کښېږدي.

د اداري مجلس غونډه، چي دمرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو برخه اخيستې وه.

ff

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل دپنج شنبې په ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني دکندهار او يوشمېر نورو ولايتونو دمسؤلينو سره دپوليو د خطرناکه ناروغۍ پر ډېريدو اندېښنه څرګنده کړه او مسؤلينو ته يې هدايت وکړ ،چي دبېلابيلو لاروچارو څخه په استفاده کوښښ وکړي، چي دغه خطرناکي ناروغۍ ته دپای ټکی کښېږدي.

ښاغلي منيب دجمهور رئيس دهدايت پر اساس د دولتي ادارو مسؤلينو ته دنده وسپارل، چي په دې برخه کي جدي هڅي وکړي اوکندهار کي دغه ناعلاجه ناروغۍ ته دپای ټکی کښېږدي.

د اداري مجلس په دې غونډه کي دکندهار ترافيکو مديرسمونوال محمد الله خان دتېرمالي کال دلاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړه.

26238954_1628311933900857_5982370910329484678_n

ښاغلي محمد الله خان وويل د تېرمالي کال په لړکي يې دترافيکي سرغړونو ،جوازسيرونه او لايسنسونو د وېش او تمديد له لاري درې ميليونه دوه لکه دوه اتيازره اوه سوه شپږويشت افغانۍ عوايدپه لاس راوړي، چي دتېرکال په پرتله يې په عوايدو کي پنځه پنځوس لکه نهه زره پنځه سوه اووه اتيا افغانۍ زياتوالی راغلی.

هغه وايي دتيرمالي کال په لړکي يې دترافيکي زده کړو دشلو روزنيز کوروسونو په ترڅ کي ۳۳۹۱ موټر چلونکي فارغ کړي دي.

دترافيکومدير زياتوي که څه هم په ښار کي دچوکونو او جادو په پراخوالي سره تر ډېره ترافيکي پيښي کمي سوي خوبيا هم په کندهار او لويو لارو کي ۱۷۶ غټي او کوچنۍ ترافيکي پيښي ثبت سوي، چي له امله يې ۳۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي کم تشکيل، دکافي بودجې نه درلودل، او ګڼ شمېر نوري ستونزي دخپلي ادارې په وړاندي ستري ستونزي يادي کړې او په دې برخه کي يې دولايتي ادارې څخه دحل غوښتنه وکړه .

مرستيال والي عبدالحنان منيب دترافيکو مديريت دکارونوستاينه وکړه او هغوئ ته يې ډاډ ورکړ ،چي دولايتي اداره به دستونزو په حل کي جدي هڅي وکړي.

26239789_1628311747234209_5992271322319787303_n

داداري مجلس غونډي ته کندهارښاروال انجنېر روښان ولسمل داحمدشاهي جادې په مسيرکي دشهيداحمدولي خان له چوک څخه ترچوک مدد پوري دسړک دواړو غاړو ته دسولر سيسټم دنصيب طرحه وړاندي کړه.

ښاغلي ولسمل وويل دغه ساحه ،چي درې نيم کيلومتره اوږدوالي لري دهغه سولر په مرسته به روښانه سي ،چي دوی مخکي داحمدشاهي جادې په يوه برخه کي تجريبه کړی دی.

کندهارښاروال دغه راز يادونه وکړه، چي دلوی ويالې پرغاړه به هم په هر دېرش ميتري کي دسولر سيسټم فعاله کړي ،ترڅو ياده سيمه هم دښاريانو لپاره دتفريح اوناستي په موخه روښانه کړي.

پاته دي نه وي ،چي د اداري مجلس په غونده کي پر وړاندي سووقراردادونو هم بحث وسو ،چي تريولړ بحث وروسته دمجلس دبرخوالو لخوا تاييد سوه .

راپور: ولي محمد انوري

726 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...