امریکا په لومړي ځل د ځانګړو روزل سوو سرتېرو یوه نوې لوا افغانستان ته را استوي

1BD946D5-1FA7-41FE-86CD-7DB86C04C314_w1023_r1_s

په پام کي ده، د امريکا متحد ايالتونه د اول وار لپاره د مشورې ورکولو او مرستي ځانګړي ځواکونه افغانستان ته را ولېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي وويل، دغه ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کي افغانستان ته ولېږل سي.

ويل سوي دي، چي په اول پړاو کي به څه باندي ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل سي، خو د هغوى د ګمارني او د ځاى په اړه څه نه دي ويل سي.

په اعلاميه کي راغلي چي دغه قواوي به د يوې لېوا په چوکاټ کي افغانستان ته لېږل کېږي چي هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او د هغوی سره همکاري وي.

د امريکا د پوځ يوه مطبوعاتي مسؤل کريسټورفر اوپار ويلي چي د مشورې ورکولو او مرستې د ځانګړي ځواک لېږل له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کي د همکارۍ برخه ده.

556 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...