افغان ۱۹ کلنو کريکټ لوبغاړو په لومړۍ لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه

26731763_10156032076634464_2348435403988490440_n

د نوولس کلونو د کرکټ د نړیوال جام په ترڅ کي، چي په نیوزیلنډ کي دوام لري، افغان لوبغاړو پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ، چي په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري په باولرانو کي عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانو کي دروېش رسولي ۷۶ منډي جوړي کړې او تر اخره ونه سوځېدی.

د پاکستان په بیټسمینانو کي د نظر په نوم د سر یوه لوبغاړي یو اتیا منډي جوړي کړې، د اصف په نوم یوه بیټسمن دیرش منډي وکړې او نور اکثر لوبغاړي یې په لږو منډو اوټ سول.

افغانستان به په خپل ګروپ کي د سې شنبې په ورځ دوهمه لوبه د سریلانکا سره وکړي، چي سریلانکا هم پیاوړی ټیم دی او د افغان لوبغاړو د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له ایرلنډ سره د جمعې په ورځ دهد افغانستان له ګروپ څخه به بل پړاو ته دوه لوبډلي ووځي او یوه به اوټ سي.

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...