که مو مشر دا ځانګړني لرلې، نو پوه سه، چي ناکام مشر دی

موږ ټول تا پیژنو؛ کله چي د دفتر دروازه په چټکۍ سره خلاصه سي، نو پوهیږو چي اوس به یوڅوک راداخل سي، چي هغه هم زموږ ناکام مشر دی. په دې صورت کي زموږ د زړه ضربان په تیزیدو سي او د لاسونو ورغوي مو خوله وکړي. موږ ټول له دې بيریږو چي اوس به چیرته ودریږي او هر یو دا وایي چي کاش اوس زما د میز پر سر ونه دریږي. ته څوک یې؟ یو ناکام مشر.

ته نه باید داسي یو مشر و اوسې چي هرڅوک درڅخه بيره وکړي، هرڅوک سپک کړې او باور یې له منځه یوسې. څنګه کولای سي، چي ځان بدل کړې؟

لومړی ګام دا دی چي باید په هغو شیانو ځان پوه کړې، چي تا یو جنجالي او ناکام مشر ښيي. موږ د بنسټ ایښودونکو د ځوانانو د شورا له غړو سره خبري وکړې، ترڅو موږ ته د یوه ناکام مشر ځانګړني را په ګوته کړي:

۱. د شفافیت کمښت

د یوه شرکت کارکوونکي هغه وخت خپل ږغ پوره کوي، چي کله مشر یې په کارونو کي ورسره رښتینی نه اوسېږي. کله چي یو مشر د خپل کاري ټیم سره د کار شفافیت شریک نه کړي، نو هماغه ده چي د کارکوونکو په ذهن کي بیلابیلې پوښتني راولاړیږي او له خپل کار څخه زړه توري کیږي او پر خپل مشر يې باور له منځه ځي.

۲. غوږ نه نیول

د یوه وفاداره او باوري ټیم رامنځته کولو لپاره د ټیم مشر باید د ټولو کار کوونکو نظریو ته غوږ ونیسي او وایې وري، ځکه چي هر کار کوونکی دې ته اړتیا لري چي د دغه ټیم یو فعاله او ژوندی غړی و اوسي او په هر کار کي یې برخه واخلي. له کارکوونکو سره خبري اتري کول او د هغوی نظریې اوریدل هغه څه دي، چي په اوس وخت کي په ډيرو ادارو کي د مشرانو لخوا ورته ارزښت نه ورکول کیږي، چي دا ډول باید ونه اوسي.

۳ یوازي خپل منل او د نورو دا نه اوریدل

ځيني داسي مشران دي، چي یوازي خپله خبر مني او د نورو نظریو ته ارزښت نه ورکوي او وایي چي په دې کمپنۍ کي یوازي زه یم چي په هرڅه پوهیږم، خو په اصل کي داسي نه ده. هر انسان ذهن لري، چي کولای سي ځيني سمه ګټه واخلي او خپل نظر وړاندي کړي.

۴. د یوه کارکوونکي په وجود کي د پټو وړتیاوو په پرتله کاري تجربې ته ارزښت ورکول

اجراییوي مشران نه باید د یوه کارکوونکي په وجود کي د پټو وړتیاوو په پرتله دهغه کاري تجربې ته زیات ارزښت ورکړي، ځکه چي زموږ ځینې کارکوونکي ډیره کاري تجربه نه لري، خو له کمالاتو ډک دي او له داسي پټو وړتیاوو څخه برخمن دي، چي په درس او تمرین ورکول یې ناشونی کار دی. همدارنګه داسي وړتیاوي به لري، چي یو مشر به یې هم ونسي کړای چي ورزده یې کړي.

۵ ځان ستاینه

غوره مشرتابه هغه دی چي کله یو کار خراب سي، نو خپله ګناه ومني او کله چي یو کار سم ترسره سي، نو امتیاز یې خپل ټیم ته ورکړي. که غواړې چي رښتینی مشر و اوسې، نو باید د خپل نفس ونه منې او باید پر خپلو کارکوونکو تمرکز وکړي ځکه چي پرته له همدغه کاري ډلي څخه ته هیڅ هم نه یې.

۶ شپه او ورځ کار کول

مشر بايد دکار په جريان کي ځان ته وقفه ورکړي. پرته له وقفې او تفریحي کارونو څخه، هر کارکوونکی به هم ستا د کار په اندازه کار کوي، چي دا بیا په خپل ذات کي یو کړکیچن حالت ته لمن وهي او کارکوونکي له کاره زړه توري کوي.

۷ په کافي کچه خواخوږي نه درلودل

د ادارو مشران باید هغه ستونزي درک کړي، چي کاري ډله یې ورسره مخ کیږي او وروسته له هغه باید د لاري د سر څخه شته خنډونه لیري کړي ترڅو کاري ډله یې وکولای سي خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.

۸. د منفي اوازو منل

د بل چا په اړه منفي اوازې خپرول دا مطلب رسوي، چي نور کسان نه باید د هماغه کس سره په اوسیدو ځان خوندي احساس کړي. په دې کار سره په کاري ډله کي هماغه کس بې باوره کیږي او د نورو ملګرو په ذهن کي یې دا ویره پیدا کیږي، چې ګوندي سبا ورځ د دوی تر شا داسي کوم څه ونه وایي او ځان ورسره خوندي نه احساسوي. په همدې اساس، هغه مشران چي منفي انګازو ته دومره توجو نه کوي او نه یې اوري، په حقیقت کي چي د خپلې کمپنۍ د کارکوونکو روحیه پیاوړې کوي.

۹. د یوه کار پړه په خپل غاړه نه اخیستل

د یوه مشر په توګه، د کاري ډلي د هري ناکامۍ پړه په خپل غاړه واخله. د ورځي په پای کي، هر ډول چي اوسي ته یې مسوول یې، نو خپل کاري ډلي ته دي دا اجازه ورکړه ترڅو په دې پوه سي چي څه رقم چي تا غوښتل یو کار ترسره سي، په هماغه ډول ترسره نه سو. وروسته له هغې د دې پرځای چي نور کسان پړه وګڼې، حل لاري ورته پیدا کړه.

966 ټول کتل سوی شمېر 7 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

CB689818-2679-4450-9166-56AD7A3FAD64_w1023_r1_s

استخباراتي سپوږمیو د افغانستان ورکه سوې امپراطوري پیدا کړې ده

د ساینس مجلې د دسمبر پر ١٣ یو مضمون خپور کړی دی، چي وایي امریکايي ...