کندهار کي پوليسو د يو تن ښاري غلاسوی موټر پيدا او ورته تسليم کړ

د سې شنبي په ور ځ  پوليسو د درېيمي امنيتي حوزي اړوند نوراحمد نومي کس غلا سوی موټر پر داسي مهال ورته تسليم کړ ، چي يوه ورځ مخکي غلو په بالاکرز سيمه کي د ياد کس د کور د مخ څخه غلا کړي وو.

د پيښي سره سم ياد کس خپل نژدې امنيتي حوزه په جريان کي اچولې وه او ورسره سم د ۳ امنيتي حوزې پوليسو هم موضوع تر پلټني لاندي نيولي وه ، چي د چهارشنبې په سهار توانېدلي وه غلاسوی    ( جي ټورينګ) موټر پيدا او بيرته خپل اصلي مالک ته تسليم کړي.

1

د موټر مالک د خپل موټر د تسليمۍ پر مهال د پوليسو دا ډول کړني د ستايني وړ يادي کړې او د خپل ځان په ګډون يې د ټولو ښاريانو څخه وغوښتل، چي د هر ډول پيښو پر مهال مخکي له مخکي پوليس په جريان کي واچوي او ورسره همکاري وکړي.

د درېيمي امنيتي حوزې مرستيال لومړی څارن حاجي عبدالعلي خاکسار هم ټولو ښاريانو ته ډاډ ورکړ، چي پوليس هوډ لري تر څو په ښار کي د جنايي پيښو په کلکه مخه ونيسي او پدې برخه کي يي د ښاريانو  د همکارۍ غوښتنه کول.

نیوز څانګه

584 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...