کندهاروالي دهديرود مځکو د عضب د مخنيوي امر وکړ

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا داداري مجلس په غونډه کي اړوند ادارو ته امر وکړ ،چي په ښاراو ولسواليو کي د دولتي مځکو ترڅنګ دهديرو دمځکو دغصب مخنيوی وکړي.

داداري مجلس غونډه ،چي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په مشري جوړه سوې وه پکښي دولايتي شورا رئيس حاجي سېدجان خاکريزوال ، دولايت مقام مرستيالانو،د دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو برخه اخيستې وه.

د اداري مجلس په غونډه کي پريوشمېرنورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې لازيمي پريکړي وسوې.

د اداري مجلس په غونډه کي کندهارښاروال انجنېر روښان ولسمل دهديرو دمځکو پرغصب او خپل سري انکشاف اندېښنه وښودل او غونډي کي يې وړانديز وکړ ،چي ديوې مياشتي په لړکي به دنوي هديرې طرحه ترتيب او غونډي ته دتاييد لپاره وړاندي کړي.

24909824_1593967164002001_1959620800839070358_n

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په ښاراو ولسواليو کي د دولتي مځکوغصب يوه ستره ستونزه ياده کړه او اړوند مسؤلينو ته يې هدايت وکړ ،چي د نورو دولتي مځکو ترڅنګ دهديرو دمځکو دغصب مخه ونيسي او غاصبين د دولت منګولو ته وسپاري.

د دې ترڅنګ کندهارښاروال انجنېر روښان ولسمل دجامع عمر دنيم کاره پروژې هغه طرحه غونډه ته وړاندي کړه ،چي دملي تجارانو په مالي لګښت غواړي د دې جامع يوشمېر نېم کاره برخي بشپړي کړي.

وړاندي سوې طرحه دمجلس دبرخوالو دتاييد وړوګرځېدل اوکندهارښاروالۍ ته يې په دې برخه کي دبرياليتوب هيله وکړه.

24862413_1593967337335317_1653090437539136250_n

په غونډه کي دکندهاربرېښناشرکت رئيس امان الله فاروقي وويل کندهارصنعتي پارک کي ۵۵ ميليونه افغانۍ باقيات لري،چي هغوی ته يې دقوس دمياشتي تر وروستۍ نېټې پوري دتحويلی خبر ورکړی ،چي تراوسه يې اوه ميليونه افغانۍ راټولي کړي دي.

داداري مجلس په غونډه کي کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا يوځلي بيا دپنجوايي ولسوالۍ دپرمختيايي پلان پرعملي کېدو او هلته دجوړېدونکي ښارګوټي دکارونو پرچټکوالي ټنېګاروکړاوپه دې برخه کي يې مسؤلينو ته دجدي هلوځلو هدايت وکړ.

ښاغلي ويسا دغه راز دکندهارنړيوال هوايي ډګر څخه ترکندهارښارپوري دغځېدلي سړک په مسېرکي دسرسبزۍ دپلان پرجوړېدو هم مسؤلينو ته هدايت وکړ او هغوی ته يې دنده وسپارل ،چي سره له اوسه په دې برخه کي لاس په کارسي ،ترڅو تر راتلونکي پسرلي پوري هلته دسرسبزۍ چاري عملً پيل سي.

کندهاروالي د اداري مجلس په غونډه کي دپروژو پرښه تطبيق او نظارت هم ټېنګار وکړ.

پاته دي نه وي ،چي غونډي ته وړاندي سوي قراردادونه هم تربحث لاندي ونيول سوه؛هغه ،چي قانوني مراحل يې بشپړوه تاييد او په کومو، کي چي نيمګرتياوي موجودی وې دحل په موخه رد سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

3171 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...