کندهاروالي دقراردادونو پرشفافيت ټينګار وکړ

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي هدايت وکړ، چي دقراردادونو د داوطلبۍ او ارزيابۍ لپاره دي وړ او مسلکي کسان په دندو وګمارل سي او شفافيت ته دي جدي پاملرنه وسي.

د اداري مجلس غونډه، چي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښي دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال، دولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازوبرخه اخيستې وه. د اداري مجلس په غونډه کي پريوشمېرنورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه يې لازمي پريکړي وسوې.

a

د اداري مجلس په غونډه کي کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د دولتي قراردادونو پرشفافيت ټينګار وکړ او په دې برخه کي يې دجدي هڅو سپارښتنه وکړه.

ښاغلي ويسا وويل، په څونده اندازه، چي قراردادونه شفاف وي په هغه اندازه به پرمختيايي پروژې هم باکيفيته وي. نوموړي دقراردادونو د داوطلبۍ او ارزيابۍ لپاره دوړ او مسلکي کسانو پرټاکل کېدو ټېنګاروکړ.

داداري مجلس دې غونډي ته کندهارښاروال انجنېر روښان ولسمل داحمدشاهي جادې په مسيرکي زيانمن سوو ته دزاړه ګمرک په ساحه کي د ملکيتونو داسنادو دوېش او دعلامه حبيبي واټ داستملاک هغه طرحه غونډي ته وړاندي کړه، چي دسيمي دخلکو سره په تفاهم په اتو مادو کي ترتيب سوې ده.

ښاغلي ولسمل ديادوموضوعاتو په اړه دغونډي ګډونوالو ته په وضاحت معلومات ورکړه، چي تريولړ بحث وروسته دواړي طرحي دمجلس دبرخوالو لخوا تاييد سوې.

25348693_1600857243312993_6412371962396383595_n

دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال دکندهارښاروالۍ د دې ګام ستاينه وکړه، چي په يوه پروګرام کي زيانمنو کسانو ته دملکيتونو لپاره د اسنادونو دوېش لړۍ پيلوي او له بله اړخه بيا نورو متضريرينو ته داستملاک پروسه پيلوي.

دښاغلي خاکريزوال په وينا ديادو دواړو موضوعاتو په تړاو په زيات شمېر خلک ولايتي شورا ته عارض کېدل، چي نوربه يې دغه ستونزه حل سي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا داداري مجلس په غونډه کي کندهارښاروال ته دنده وسپارل، چي په ښارکي دلويوجوړېدونکومارکيټونو مالکين دې ته مجبوره کړي، چي په مارکيټ کي پارکينګ او تشنابونو ته ځانګړی ځای په پام کي ونيسي، ترڅو په دې برخه کي دښاريانو ستونزي حل سي.

ښاغلي ويسا دغه راز يوځلي بيا دټولو دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو ته سپارښتنه وکړه، چي دخپلو ادارو اړوند دټولو پروژوڅخه وخت پروخت نظارت وکړي، ترڅو پروژې په پوره کيفيت بشپړي سي.

25289380_1600856809979703_648139903338315459_n

د غونډي په وروستيو کي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا لخوا د قومونو قبائلو او سرحداتو چارو رئيس ته هغه ستاينليک هم ورکړ، چي د اړوند وزارت لخوا ياد رئيس ته د ښه کار کولو له امله را لېږل سوی وو.

پاته دي نه وي، چي دغونډي په وروستۍ برخه کي غونډي ته وړاندي سوي قراردادونه هم تربحث لاندي ونيول سوه، هغه چي قانوني مراحل يې بشپړوه تاييد او په کومو کي، چي نيمګړتياوي موجودي وې دحل په موخه رد سوه .

راپور: ولي محمد انوري

1943 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...