ډاکټرمامون طاهري دروغتيايي علومو انستيتوت ۱۹۲ ځوانان ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کړل

دغه انستيتوت په خپله اوومه دوره کي ۱۹۲ تنه نارينه او ښځينه ځوانان په پنځو رشتو کي روزلي،چي د پنجشنبې په ورځ يي د فراغت مراسيم ترسره سول.

په غونډه کي ويناوالو له فارغینو وغوښتل،چي د ښار ترڅنګ دي په ولسواليو کي هم خاوري او خلکو ته خدمت وکړي.

د ډاکټرمامون طاهري د روغتيايي علومو انستيتوت مسؤل ډاکټر همايون رحماني وويل،چي د ۱۳۹۱ کال څخه يي فعاليت پيل کړی او تر دې دمه يي د ۷ دورو له لاري ۷۴۵ تنه ځوانان په پنځو روغتيايي برخو کي روزلي دي.

7

دهغه په خبره،ديادي دورې فارغين يې ۱۹۲ تنه نارينه او ښځينه دي،چي د قابلګۍ،فارمسی،لابراتوار،نرسينګ او پروتيز په برخو کي روزلي.

د کندهار د روغتيايي علومو انستيتوت مشري اغلي نسرين بارکزۍ بيا له فارغینو وغوښتل،چي دسند څخه دي مثبت ګټه واخلي.

هغې له فارغینو وغوښتل،چي په ولسواليو کي دي هم خلکو ته خدمت وکړي،ترڅو هلته د روغتيا په برخه کي پرتې ستونزي حل کړي.

u

د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا د ولايتي شورا په استازيتوب فارغينو ته دهمکارۍ ډاډ ورکړ او هغوئ ته يي په چارو کي د بريا هيله وکړه.

فارغينو ډاډ څرګند کړ،چي دخپلو زده کړو څخه به ښه استفاده کوي او هڅه به وکړي،چي دښار ترڅنګ په ولسواليو کي هم خدمت وکړي.

په غونډه کي يو شمير ويناوالو د روغتيا په برخه کي د ستونزو،لاسته راوړنو او وروستيو پرمختګونو يادونه وکړه.

هغوئ زياته کړه،چي دهمدې ډول فارغينو په لرلو سره ددغه ناخوالو دحل ډاډ ترلاسه کوي.

ديادولو ده،چي دپروګرام په وروستيو کي فارغينو ته د فراغت اسناد ورکړل سوه او هغوئ ته په چارو کي دبريا هيله وسوه.

خبریال: عبدالقاهر پيوستون

1459 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...