چین د نړۍ تر ټولو ستره ’ذوالحیاتین‘ الوتکه جوړه کړله

0907E0DF-D64E-468B-8339-CFFABA738A54_w1023_r1_s

چین د نړۍ د تر ټولو ستري ذالحیاتین الوتکي بریالۍ الوتنه وکړه. د AG600 الوتکي ته پدې خاطر ذوالحیاتین ویل کیږي، چي هم پر اوبو او هم پر هوايي ډګر ناسته او پرواز کولای سي.

دغه الوتکه شاوخوا ۵۳ ټنه بار او ۵۰ سپرلي لیږدولای سي. په یوه ساعت کي د دې الوتکي سرعت تر ۵۷۰ کیلومټره پوري رسیدلای سي.

د AG600 بله ځانګړنه دا ده، چي په شلو ثانیو کي له سمندر څخه ۱۲ متریک ټن اوبه رااخیستلای سي، چي د ځنګلونو د اور وژني لپاره یې وکاروي. دغه الوتکه په اصل کي ۳۷۰ متریک ټن اوبه لیږدولای سي.

یوه چیني شرکت دغه الوتکه په اتو کالو کي جوړه کړې او ویل کیږي چي چین به یې د ملکي‌ او پوځي چارو لپاره وکاروي.‌

چین له ویتنام، مالیزیا، فلپین، ټایوان او برونای سره د پاسفیک سمندر د سویليزي برخې پر اوبو لانجه لري او ویل کیږي چي له AG600 نه به د دغه لانجې په لړ کي د ځان په ګټه کار واخلي.

954 ټول کتل سوی شمېر 5 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...