ځانمرګو بریدګرو ته نشه يي ګولۍ ورکول کېږي

_99195775_869742a0-a1ad-496b-83fe-8f3f36bee40a

د نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله اداره وايي، د ځانمرګي بریدګرو جېبونو کي داسي ټابلیټ موندل سوي، چي معمولاً د اعصابو ارام کېدو لپاره ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو ادارې یوه چارواکي ویلي، د ډېری ځانمرګو بریدګرو له جیبونو اوپیوآیډ ټرامېډول نومي درمل موندل سوي دي. دغه ادارې دا هم ویلي، چي شمالي لوېدیځې افریقا ته د دغه درمل قاچاق ډېر سوی دی.

د نشه یي توکو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این او ډي سي چارواکو په وینا ۲۰۱۳ کال کي نژدې ۳۰۰ کیلو ګرامه دغه درمل نیول سوي وو، خو په وینا یې اوس یې په کال کي کچه نژدې درې ټنو ته رسېږي.

د سږ کال سپتمبر میاشت کي نایجر کي دغه ډول ۳۰۰ زره ټابلیټ نیول سوي وو، چي پر قوطیو یې د ملګرو ملتونو مهرونه وهل سوي وو. ویل کېږي بوکو حرام غوندې توندلارو ډلو کي د دغو ګولیو ډېر مینه وال سته.

دغه ګولۍ د درد سختۍ کمولو لپاره په قانوني توګه موندل کېږي، خو شنونکي وايي، سخت دریځي یې هغو کسانو ته د ارام اوسېدو لپاره ورکوي، چي د ځانوژونکو بریدونو پلانونه لري.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼي مخکي یوه رپوټ کي ویلي و، چي بریدونو ته له لېږلو مخکې ماشومانو ته دغه ګولۍ په خورما کې ورکول کېږي.

د منځنۍ او لویدیځې افریقا لپاره د یو این ډي سي استازی پییر لاپیک وايي، باید هغه وخت ته انتظار و نه کړو، چې حالت له کابو ووځي، ”له دې کبله په نړیواله کچه امنیتي ستونزې جوړېږي

510 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-یوه-ناکام-مشر-نهه-۹-ځانګړنې-750x430

که مو مشر دا ځانګړني لرلې، نو پوه سه، چي ناکام مشر دی

موږ ټول تا پیژنو؛ کله چي د دفتر دروازه په چټکۍ سره خلاصه سي، نو ...