پېښور: د کرني پر روزنیز مرکز ډله ییز برید کي نهه کسان وژل سوي

_99012087_138171f2-071f-4b4d-b4a1-7e93b6543894

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کي د کرني وزارت پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګو بریدکوونکو ډله ییز برید کړی چي له امله یې نهه کسان وژل سوي او ۸ نور ټپیان دي. د تحریک طالبان پاکستان ډلي ویلي دغه برید دوی کړی دی.

چارواکو ویلي، چي په برید کي د یوه څوکېدار په ګډون ۹ محصلان وژل سوي او ۸ نور ټپیان سوي دي.

د پېښور چارواکي وايي، په وژل سوو کي ډېر کسان محصلین دي. ویل کېږي برید داسي مهال پیل سو، چي لیله کي ډېری محصلین بيده وو.

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر صلاح الدین مسعود رسنیو ته وویل: درې بریدګر په چادریو یا برقعو کي یوه رکشه کي سیمې ته راغلي وو.

نوموړی وايي ترلنډ ځنډ وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او له دوو لیلیو یې بریدګر تر یوې لیلې پوري محدود کړل. ” د نوموړي په وینا که بریدګر دویمې لیلې ته رسېدلي وای، ښايي تلفات ډېر سوي وای. ”

تحریک طالبان پاکستان ډلي ویلي دغه برید دوی کړی او ادعا یې کړي چي بریدګرو یې د پاکستان د څارګري ادارې په پټنځاي کي د دې ادارې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

2228 ټول کتل سوی شمېر 18 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...