پوليسو له وسلوالو سره په نښته کي 20 تنه وسلوال طالبان له منځه وړي دي

Police-highway

دغه نښته د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د انځرګي او چمنانانو په سيمه کي تېره ورځ ماځيګر څلوربجې پيل او د شپې تر نهو بجو يې دوام وکړ.

د معلوماتو له مخکي وسلوالو طالبانو پلان درلود، څو د روزګان پر لاره پرتې د امنيتي ځواکونو پوستې سقوط او لاره د مسافرو او عامو خلګو پر مخ وتړي.

اما پوليسو مخکي له مخکي د وسلوالو طالبانو دغه پلان ته کمين نيولی وو او د څو ساعته جګړې وروسته يې 20 تنه وسلوال طالبان له منځه يو وړل او د دوی پلان يې ور شنډ کړ.

په دغه نښته کي يو پوليس هم شهيد سوی او دوه نور ټپيان سوي دي، خو د سيمي خلګو او عام ولس ته کوم زيان نه دئ او وښتئ.

راپور: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

ټاکل سوې دشنبې په ورځ دشري ناروغۍ په وړاندي دواکسين کمپاين پيل سي

دعامي روغتيا مسئولين وايي دغه کمپاين چي لس ورځي به دوام وکړي دنږدي څلور سوه ...