په کندهار کي د ۳۵۰ بستریز روغتون د احاطوي دېوال د جوړېدو چاري پیل سوې

د پنجشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په داسي حال کي چي د عامي روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او يو شمېر ډاکټران ورسره ملګري وه، د یاد ۳۵۰ بستریز روغتون د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره کښېښوده.

24796255_1593911360674248_4835040706366510888_n

دغه دېوال،چي درې کیلومتره اوږدوالی او دوه متره او شپېته سانتۍ جګوالی لري د يو نيوي ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت جوړيږي ،چي کار به يې د څلور مياشتو په جريان کي پای ته ورسيږي.
کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا دياد روغتون لپاره د دې احاطوي دېوال جوړېدل اړين وبلل په وينا يې د دغه دېوال په جوړېدو به د دې روغتون ساختماني چاري نوري هم بشپړي سي.

24909911_1593911214007596_5575168609844124774_n

کندهاروالي تورنجنرال زلمی ويسا وايي ولايتي اداره کوښښ کوي ،چي د دې روغتون لپاره دطبعي سامان الاتو او پرسونل غم هم وخوري ،ترڅو دغه روغتون دبشپړ روغتيايي مرکز په توګه فعاليت پيل کړي.

باید وویل سي چي تېره اوونۍ هم په کندهار ولايت کي د روغتيا په برخه کي د ۱۸ ميلونه ډالرو په ارزښت د دوو پروژو چاري پيل سوې.

خبریال: ولي محمد انوري

762 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...