په کندهار کي د ښځو د وضعيت د لا ښوالي لپاره هڅي کېږي

د کندهار ولایتي اداره دمرسته کوونکو ادارو په مرسته غواړي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د پيښو مخنيوی وکړي، چي په موخه يې د عدالت په نوم ۱۶ ورځنی کمپاين پيل کړی وو. د بشرحقونو خپلواک کمېسيون وايي، چي په روان کال کي يې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۳۱۸ پيښي ثبت کړي، چي دا د تير کال په پرتله ۱۴ پيښي زياتي ښودل سوي.

a

دښځو په وړاندي د تاوتریخوالي دمخنیوي اړوند غونډه د بشري حقونو په خپلواک کمیسون کي جوړه سوې وه، چي پکښي دیادو ادارو استازو، دښځو چارو رئیسې، مدني فعالانو او زیات شمیر میرمنو برخه اخیستې وه. دبشر حقونو خپلواک کمیسون استازی سلیمې واحد د عدالت په نوم ددغه ۱۶ ورځني کمپاین راپور وړاندي کړ.

د چهارشنبې په ورځ اړوندو ادارو د پيل سوي کمپيان په وروستۍ ناسته کي دښځو په وړاندي د تاوتریخوالي لاملونه څو لسیزي جګړې، غربت، ناوړه دودونه، د اسلام په اړه بشپړ پوهاوی نه درلودل، بي سوادي او په دغه برخه کي دعامه پوهاوي نه نشتون په ګوته سوي دي.

aa

په ورته وخت کي دښځو چارو ریاست رئیسې اغلي رقیې اڅکزۍ د اړوند وزارت د وزیري دلبر نظري پیغام ولوست. په پیغام کي دښځو دحقونو په اړه دعامه پوهاوي پروګرامو پر دوامداره جوړولو ټینګار سوی ؤ.

aaa

په غونډه کي یوشمیر نارینه او ښځینه ویناوالو د ښځو پر مقام خبري وکړې او ددې ترڅنګ يې دښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند خپل نظرونه شریک کړل.

دښځو چارو ریاست مسؤلین وايي،چي تیر کال ددوئ سره ۱۱۴ دښځو په وړاندي د تاوتریخوالي قضیې ثبت سوي، چي زیات شمیر يې حل سوي دي.

ولایتي ادارې دیني عالمانو، دسیمي مشرانو، مدني فعالانو او دبیلابیلو ټولنو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې، چي دښځو دحقونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کي د اړوند مسؤلینو سره همکاری وکړي، چي په دې وروستیو کي دغه ګام ښه نتیجه ورکړې ده.

راپور: عبدالقاهر پيوستون

196 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...