په کندهار کي د امنيتي ځواکونو په ملاتړ يوه لويه غونډه جوړه سول

د غونډي ګډونوالو د ملي امنيتي ځواکونو بشپړه ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړل، چي په هره برخه کي به د خپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ffff

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کي د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړه سوې غونډه کي په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود  ددفاع  وزارت څخه راغلي پلاوي، دملي اردو ګڼ شمېر افسرانو د کندهار د علماوو شورا رئيس او غړو د کندهار د سولي د ولايتي کمېټې غړو او يو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی ؤ.

دغونډي ګډونوالو ټولو په يوه خوله له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ او د امنيت برخه کي يې ددغو ځواکونو هڅي وستايلې.

غونډي ته په وينا کي په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود په جنوبي ولايتونو کي پر روان امنیتي حالت او د ملي اردو پر عملياتو خبري وکړې.

نوموړي وویل، چي افغان ملي اردو په هره برخه کي پياوړي سوي او د خپلو ولسونو په همکارۍ يې دلته په کندهار، زابل، روزګان او دايکندي کي د وسلوالو مخالفينو ډيری جنګي تاکتيکونه شنډ کړي دي.

f

ددې غونډي بل ويناوال د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش وو. ښاغلي رادمنش په خپلو څرګندونو کي په هيواد کي روانه جګړه د افغانانو جګړه نه بلکي د ګاونډيو هيوادونو استخباراتي لوبه وبلل، چي دده په وينا مظلوم افغانان يې قرباني دي.

هغه یو شمېرګاونډيو هيوادونو ته په اشارې سره وویل، چي دا هيوادونه په افغانستان کي خپلي ګټي لري ځکه يې نو دلته جګړه توده ساتلې.

خو نوموړي دافغان ځواکونو هوډ قوي وباله او وې ویل، چي هيڅ چاته به اجازه ورنه کړي په افغانستان کي خپلي ناوړه موخي تعقيب کړي.

ff

په کندهار کي د علماوو د سرتاسري شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني هم په خپلو خبرو کي د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او پر ولسونو او علماو يې ږغ وکړ، چي د خپلو ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي. هغه له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چي په هر ډول حالاتو کي به له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

fff

په کندهار کي د امنيتي ځواکونو په ملاتړ مخکي تردې ورته نوري غونډي هم تر سره سوي، چي د امنيتي چارواکو په وينا د ولسونو همکاري کولای سي د امنيت په برخه کي مثبت نتيجه ورکړي.

راپور: رحيم الله رحيمي

444 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...