په روان کال کي د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کي ۲۶۰۰ وسلوال مخالفين وژل سوي دي

دغه څرګندوني په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وکړې.

Capture

په کندهار کي دملي اردو لوړپوړي چارواکي وايي، چي د روان کال په جريان کي يې دلته په کندهار، زابل او روزګان کي د عملياتو پرمهال ۲۶۰۰ وسلوال مخالفين وژلي دي.

په جنوب کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود ددې قول اردو په قوماندانۍ کي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د خبرو پرمهال وویل، چي د وسلوالو مخالفينو هغه ټول پلانونه يې هم ور شنډ کړي، چي دوئ غوښتل په کندهار، زابل او روزګان کي يوشمېر ولسواليو ته سقوط ورکړي.

دده په خبره، چي دخپلو عملياتو پرمهال يې په زرګونه نور وسلوال ټپيان کړي هم دي. د ښاغلي بهبود په وينا، چي ملي اردو له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د وسلوالو په وړاندي خپلو عملياتو ته دوام ورکړی او وې ویل، چي دغو ځواکونو په خاص ډول د ولايتونو ترمنځ د لويو لارو پر امنيت کار کړی.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود دغه راز وویل، چي امنيتي ځواکونه او په خاص ډول ملي اردو په هيڅ برخه کي ستونزه نه لري او د خپلو خلکو د ښه امنيت په برخه کي به خپلي هڅي نوري هم چتکي کړي.

راپور: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

فرانسې د ټرمپ د یوه ټویټرپیغام په وړاندې عکس العمل وښود

د فرانسې حکومت د متحد ایالتونو د ولسمشر د یوه ټویټرپیغام په وړاندې عکس العمل ...