په دوو اوونیو کي د افغان کريکټ لوبډلي دوې اتلولۍ

238BC206-0658-446E-8664-1A34A653AA89_w1023_r1_s

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د لویو وچو د جام په سیالیو کي د عربي متحده اماراتو لوبډلي ته ماته ورکړله او پدې سره یې د اتلولۍ جام وګاټه.

که څه هم چي د عربي متحده اماراتو لوبډلي د توپ وهني په دوهم نوبت کي ښه پیل وکړ او داسي څرښکارېدل، چي لوبه د مساوي کیدو پر لور روانه ده، خو د افغانستان ځوان توپ اچونکي، راشد خان د سیالي لوبډلي دا خیال ریښتیا کیدو ته پرې نښود.

راشد خان د سیالي لوبډلي درې لوبغاړي په لومړي نوبت او پنځه لوبغاړي په دوهم نوبت کي وسوځول او په همدې سره د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.

د توپ وهني په برخه کي بیا درو افغان لوبغاړو سلیزي وکړلې، تر ټولو زیات رنزونه احسان الله جنت وکړل. هغه ۱۲۴، ورپسې د لوبډلي مشر اصغر ستانکزي، ۱۱۴ او رحمت شاه زرمتي ۱۰۳ رنزونه وکړل.

دا دوهم ځل دی چي د افغانستان ملي لوبډله د لویو وچو د جام اتل کیږي. تیر ځل افغانستان دا جام په ۲۰۱۳ کال کي ګټلی و.

دا همدارنګه وروستی ځل دی چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوالي شورا د دوهمي درجې د لوبډلي په صفت د څلور ورځو پدې لوبو کي برخه اخلي. افغانستان اوس د کرکټ د نړیوالي شورا بشپړ غړی دی او تمه کیږي چي د راتلونکي کال په سر کي به د زمبابوې لوبډلي سره د ټیسټ یا پنځو ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه وکړي.

د دغو لوبو څخه وړاندي د افغانستان ځوانانو لوبډلي د آسیا جام په سیالیو کي د پاکستان لوبډلي ته ستره ماته ورکړله او د اتلولۍ جام یې کور ته را وړی.

639763-bndgklh

راتلونکې لوبې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د همدې میاشتي پر پنځمه، اوومه او لسمه نېټه د آیرلنډ لوبډلي سره درې نړیوالي لوبي لري. لوبي د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کي کیږي چي د افغانستان د کرکټ “هوم ګروانډ” دی. دا د نړیوالي شورا د بشپړ غړيتوب تر لاسه کولو وروسته د دواړو هیوادونو لومړنی سیریز دی.

د نولس کلنو نړیوال جام

د کرکټ د نړیوالي شورا د نولسو کلنو د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کي پیل کیږي. لومړنۍ لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو تر منځ د جنوري د میاشتې پر دیارلسمه نېټه کیږي.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلي څه موده وړاندي دوه ځله د پاکستان د لوبډلي سره مخامخ سوه او په دواړو ځلو یې په ستر توپیر ماته ورکړله.

385 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...