ټیلرسن: که پاکستان د ترهگرو سره اړيکي پرې نه ږدي، نو خپل ملک به وبایلي

s

د امریکا د بهرنو چارو وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړی دی، چي که پاکستان د ترهگرو ډلو سره اړيکي ختمي نه کړي، نو ځینې سيمي به د لاسه ورکړي. هغه وویل چي دغه ترهگري ډلي په شمیر او نفوذ کي ورځ تر بلي قوي کیږي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر پاکستان ته دغه خبرداری پر داسي مهال ورکوي، چي دغه دواړه ملکونه کوښښ کوي خپلي اړيکي قوي کړي او په افغانستان کي د امنیت د ټینگښت لپاره کار وکړي.

ټیلرسن په واشنگټن کي په يوې وینا کي وویل “مونږ غواړو چې د پاکستان سره د هغوی د ملک څخه د ترهگرۍ په ختمولو کي مرسته وکړو. خو پاکستان ته پکار ده، چي د حقاني شبکې او د نورو ترهگرو ډلو سره خپلي اړيکي ختمي کړي.”

806 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...