ولسی وګړو د کندهار والي سره خپلي ستونزي شريکي کړې

د يک شنبې په ورځ لسګونه ولسي وګړي د کندهار والي سره د ستونزو د حل په موخه  ويني، نن هم لسګونه ولسي وګړي د کندهار والي سره دليدلو لپاره ولایت مقام ته ورغلي وو.

خلکو د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا سره خپلي ستونزي شریکي کړې او د حل په برخه کي يې د ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دی غونډه کي د کندهار والي تر څنګ د سکتوري ادارو رئيسانو هم ګډون کړی وو.

د کندهار ښار او ولسواليو لسګونه نارينه او ښځينه وګړي هره يک شنبه په دې موخه ولايت مقام ته راځي چي ستونزي يې حل سي.

25395951_1524731104290115_6162215282128082058_n

 ولسی وګړي د ولايتي ادارې له مسولينو سره ستونزي شريکوي او د حل لپاره یې پر بېلا بېلو لارو چارو غور کیږي.

په  غونډه کي تر ډېره پوري د خلکو ستونزي يو له بل سره د مځکو پر سر وې، چي ولايتي ادارې ته يې د شکايت په ډول غوښتنه کول چي ستونزي یي حل سي.

کندهار والي د خلکو تر ستونزو اوریدو وروسته اړوند ادارو ته امر وکړ، چی په دې برخه کي لازم او قانوني اجرات تر سره کړي څو د خلکو تر منځ پرتي ستونزي حل سي.

ځینو کسانو بیا شکایت کوي چي د کورنۍ غړي یې بيله کوم جرم څخه بنديان دي، په زندان کي کلونه وخت پر تير سوي او تر اوسه يي هيڅ درک هم نه دی مالوم.

25353659_1524731080956784_5469434397340096348_n

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په دې برخه کي هم عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چی د بې سرنويشته بندیانو دوسیی وڅیړي او د جرم په اړه یي باید کورنۍ ته ډاډ ورکړل سي.

د ځينو شهيدانو سوو پوليسو د کورنۍ ښځينه غړي هم ولایت مقام ته د ستونزو د حل لپاره راغلي وي، هغوی یادونه کول چي اولادونه يې د هیواد او خاوري څخه د دفاع په لاره کي قرباني سوي، خو کورنې اوس مهال د سرپنا لپاره نه ځای لري او نه هم د ژوند نوري اسانتیاوی ورته موجودي دي، کندهار واي د دوی ستونزي هم واوریدې او اړوند نظامي مسولينو ته يې سپارښتنه وکړه چي په دې برخه کي دې د شهیدانو سو پوليسو له کورنیو سره هر اړخیزه همکاري وسي.

د یادولو وړ ده چي هره یک شنبه په ولایت مقام کي د کندهار والي په مشري د ولسي وګړو د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړیږي چي لسګونه ولسي وګړي د خپلو ستونزو د حل په موخه ورته راځي.

خبریال: ويس ارين

x

دا هم وګورئ

ټاکل سوې دشنبې په ورځ دشري ناروغۍ په وړاندي دواکسين کمپاين پيل سي

دعامي روغتيا مسئولين وايي دغه کمپاين چي لس ورځي به دوام وکړي دنږدي څلور سوه ...