مرستيال والي وايي، د پوليو د مخنيوي په برخه کي بايد ټول خپل مسؤليت ادا کړي

د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ د پوليو د مخنيوي اړوند د همږغۍ په غونډه کي وکړې.

په غونډه کي د مرستيال والي ترڅنګ، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي، د حج او اوقافو، علماوو، قبايلو رياستونو رئيسانو او په دغه برخه کي د همکارو مؤسسو استازو برخه اخيستې وه.

د پوليو د کمپين په غونډه کي لومړی د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، د نومبر د مياشتي کمپاين په ټولو ولسواليو کي تطبيق سو، خو په نېش، شاوليکوټ او د خاکرېز ولسوالۍ په ځينو سيمو کي پاته سوی دئ.

24993096_1514487515314474_7526411781806453844_n

ښاغلي پخلا وويل، دوی ۵۵۷۸۹۳ هدف درلودئ، اما ۵۳۲۵۵۷ تنه د پنځو کلنو څخه کم عمره کوچنيان يې واکسين کړي دي.

دعامي روغتيا رئيس دغه راز د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او په دغه برخه کي يې د مرستيال والي څخه د حل غوښتنه وکړه.

پرهمدې مهال د يونيسف استازي ډاکټر مراد وويل، د پوليو په برخه کي يې د عامه پوهاوي ۴۱۸۰۰۰ پيغام پاڼي يې وېشلي، ۵۷۰۰ بېنرونه يې لګولي او ۹۲۳۰۰۰ بوغۍ يا پوکانې يې کوچنيانو ته ورکړي.

هغه دا هم وويل، چي په راتلونکي اونۍ کي د پوليو د کمپاين د ښه تطبيق په موخه د رسنيو خبريالانو ته د عامه پو هاوي درې ورځنی ورکشاپ هم ورکوي.

24312909_1514487525314473_5776100244589623423_n

دغه راز د نړيوال روغتيايي سازمان استازي هم د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه، هغه وويل، تر دې مهاله په ټول هيواد کي د پوليو ۱۱ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي ۴ يې دکندهار ښار او شاوليکوټ ولسوالۍ څخه دي.

د غونډي نورو برخوالو هم د پوليو په برخه کي له ولايتي ادارې او عامي روغتيا رياست سره خپله همکاري وښوده او په دغه برخه کي يې د مرستو ډاډ څرګند کړ.

وروسته مرستيال والي عبدالحنان منيب د عامي روغتيا رياست ترڅنګ له ټولو همکارو ادارو څخه مننه وکړه، چي د پوليو په برخه کي يې خپلي هڅي نه دي سپمولي.

ښاغلي منيب وويل، پوليو يوه خطر ناکه ناروغي ده او ټول هغه کوچنيان يې ښکار دي، چي د پنځو کالو څخه کم عمر لري، هغه په دغه برخه کي ټولي همکاري ادارې مسؤلي وبللې.

مرستيال والي دغه رنګه په ولسواليو کي د ستونزو د حل په برخه کي وويل، چي په راتلونکو غونډو کي د ي د ولسواليو ولسوالان هم غونډي ته حاضر سي، څو ستونزي د ولسواليو ورسره شريکي سي.

نوموړي دغه راز د ستونزو د حل په برخه کي له عامي روغتيا رياست سره د همکارۍ ژمنه وکړه او وې ويل، چي ټولي ستونزي به په دغه برخه کي حل کړي.

خبریال: روزالدين ايازي

2822 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...