عرب ټولني پر امریکا ږغ وکړ، چي د بیت المقدس په تړاو خپله پرېکړه واخلي

_99142656_28c95bee-5733-4f60-a0c3-f03d73c84478

عرب ټولنه له امریکا غواړي چي د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو پرېکړه واخلي، ځکه چي په دې سره په سیمه کي تاوتریخوالی ډېرېږي.

په قاهره کي د عرب ټولني ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ ناسته کي وویل، د تېري چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده او کوم قانوني حیثیت نه لري.

دوی په بیان کي زیاتوي چي امریکا پر ټول بیت المقدس د اسراییل د دعوې په منلو سره له هغې پالیسۍ سره ټکر کوي چي له مخې یې د بیت المقدس کشاله د خبرو له لاري هوارېږي.

دوی دا هم وايي، چي د امریکا دا پرېکړه په سیمه کي تاوتریخوالی ډېروي او بيره سته چي روان تاوتریخوالی نور هم زیات سيدوی دا هوکړه هم کړې چي د امریکا د پرېکړي خلاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا کي پرېکړه لیک وړاندي سي.

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...