زابل: د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت دوې پروژې بشپړي سوې

دزابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کي د لسګونو میلیونه افغانیو په ارزښت دوې لوی پروژې ګټي اخيستني ته وسپارل سوې او د دوو نورو پروژو دبنسټ ډبره کښیښوول سوه. په بشپړو سوو پروژو کي کابو لس کیلو متره سړک، دوې ښوونځۍ او یو کلنیک شامل دي.

a

دزابل والي خیال محمد حسیني دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ددې ولایت شاه جوۍ ولسوالۍ ته دسفر پرمهال د ولسي خلګو په غونډه کي ګډون وکړ او هلته يې دخلګو ستونزي واوریدې او دپلاوي سره یوځای يې په ياده ولسوالي کي د نهه ميليونه افغانيو په ارزښت يو ښوونځی او دوو ميليونو اوديرش زره ډالرو په ارزښت نهه عشاريه څلرويشت کيلومتره سړک دپټۍ په پرې کولو سره ګټي اخستني ته وسپاره.
همداراز دزابل والي ښاغلي حسيني اوورسره مسٶلينو په ياده ولسوالي کي دشاوخوا ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ديوه مکتب او کلينيک د جوړيدو دبنسټ ډبري هم کښيښولې، چي چاري به یې دیوه کال په موده کي پای ته ورسیږي. دزابل والي وويل، د ټولو ولسوالیو دمتوازن انکشاف لپاره پراخ پلانونه لري او هلته به یې عملي کړي.

aa

دزابل دولایتي شورا رئيس عطامحمد حقبیان د غونډي په ترڅ ددې ولایت له والي څخه غوښتنه وکړه، چي د شاه جوۍ ولسوالۍ دبیارغوني، پوهني، کرهڼي او ماسټر پلان جوړولو ته خپله پاملره زیاته کړي. دزابل دعملیاتي کنډک قوماندان اصف توخي وویل، چي په مرکز او ولسوالۍ کي امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او انکشافي کارونو ته یې زمینه برابره کړې ده.

aaa

دشاه جوۍ ولسوالۍ قومي مشرانو، دیني علمانو او ځوانانو دمرکز کلات څخه ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چي ولسونه یې ملاتړي دي او باید ستونزي یې حل سي. دوئ په خپله ولسوالۍ کې دبیارغوني دکارونو ستاینه وکړه.

aaaa

دزابل والي او مرستیال والي د دندي له پیلیدو وروسته ولسوالۍ ته لومړي سفر دی، چي ددې ولایت له شاه جوۍ ولسوالۍ څخه یې پیلوي.

راپور: مختار احمد اميري

466 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...