د ۲۰۱۷ کال ۵ زیات منډي جوړوونکي لوبغاړي څوک دي؟

top-5-in-2017-cricket

د کرېکټ په نړۍ کي ۲۰۱۷ میلادي کال یو له مهمو او تاریخ جوړوونکو کلونو څخه و، چي د ځینو لوبډلو له نسکوریدو او دځینو تر پورته کیدو پوري یې ډیر څه لرل، ډیرو لوبغاړو نړیوال ریکارډونه مات کړل، په توپ وهنه کي له ډیویډ میلر څخه تر روهیټ شرما او په توپ اچونه کي له راشد خان څخه تر روی چندرن اشوین پوري.

ددې کال پای ته رسیدل د یو ورځنیو لوبو لپاره یوه اونۍ وړاندي تیر سوی، چي د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ آخري یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز په ماتي وسوه او د نوي کال ۲۰۱۸ یوه ورځنۍ لوبه به پاکستان د نیوزیلنډ په وړاندي ترسره کوي.

همدارنګه په ۲۰۱۷ کال کي داسي پيښې او ریکارډونه ثبت سول چي تر ډیره به یادیږي، چي د کریس ګیل یو ورځنیو لوبو ته بیا راستنیدل، د روهیت شرما دریم ځل دوه سوه منډي جوړول او داسي نور، مګر مونږ دلته هغه غوره پنځه لوبغاړي ګورو چي د ۲۰۱۷ کال په یو ورځنیو لوبو کي یې تر ټولو زیاتي منډي جوړي کړي:

1: ویرات کوهلي

1460 منډي په 76.84 اوسط

Virat-Kohliد هند لوبډلي نوی لوبډلمشر ویرات کوهلي ته ۲۰۱۷ کال له یو شمیر ریکارډونو ډک و، هغه د کال له پیله په غوره لوبو پیل کړی، نوموړي دغه کال په غوره توپ وهنه پیل کړ چي د کال لومړۍ سلیزه یې ووهله او ۱۲۲ منډي یې جوړي کړې، چي خپلې لوبډلي ته یې بریا وروبخښله، په چیمپینز ټرافي کي نوموړي درې پنځوسیزي ووهلې، د پاکستان په وړاندي په لومړۍ لوبه کي یې 76 منډي جوړي کړې، د سویلي افریقا په وړاندي یې ۸۱ منډي او د بنګلدیش په وړاندي یې ۹۶ جوړي کړې، چي خپله لوبډله یې پایلوبي ته ورسوله.

نوموړي د ویسټ انډيز په وړاندي په ۵ یو ورځنۍ سیریز کي د 81.33 په اوسط 244 منډي جوړي کړې.

د سرېلنکا په وړاندي ویرات کوهلي 2 سلیزي وهلو سره سرېلنکا ته په سیریز کي په 5/0 ماته ورکړه، چي دده لخوا 30مه سلیزه وه، او د استرالیا غوره لوبغاړي ریکي پونټینګ ریکارډ يې مساوي کړ، همدا ډول نوموړي د نیوزیلنډ په وړاندي 2 نوري سلیزي ووهلې چي خپلې لوبډلي ته بریا او ځان یې د ډیرو سلیزو وهلو په لوبغاړو کي پر دوهم نمبر کړ، چي مجموعا یې 32 سلیزي وهلې دي.

نوموړي د ۲۰۱۷ کال پای په 2 سلیزو سره وکړ، چي د 76.84 په اوسط 1460 منډي يې جوړي کړي، چي په کښي 6 سلیزي او 7 پنځوسیزي شاملې دي.

2:  روهیت شرما

1293منډي په 71.83 اوسط
Rohit-Sharma

د هند له غوره توپ وهونکو څخه یو هم روهیت شرما دی، چي نوموړی په یو ورځنۍ لوبو کي د یوې لوبې زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري، هغه د نورو لوبغاړو څخه جلا دی، د لوبي پیل یې نسبت نورو ته سست وي، خو چي کله ځان سیټ کړي او حالات وسنجوي بیا هغه کولای سي ریکارډونه جوړ کړي.

۲۰۱۷ کال د روهیت شرما لپاره له غورو کلونو څخه و، که څه هم نوموړي د کال لومړۍ ربع د پښې زخمي کیدو له امله له لاسه ورکړه، خو له جوړیدو وروسته له راستنیدو سره سم یې په چیمپینز ټرافي کي دوې پنځوسیزي (91 او 78) ووهلې، همدا ډول په نیمه پایلوبه کي یې د بنګلدیش خلاف 123 ناسوځیدلي منډي جوړي کړې.

نوموړي خپله ښه توپ وهنې ته دوام ورکړ، چي د سرېلنکا په وړاندي یې نړیوال ریکارډ ثبت کړ، نوموړي د استرالیا په وړاندي د لومړۍ دوه ناکامو لوبو څخه وروسته پرلپسې دوې پنځوسیزي ووهلې، چي لوبډلي ته یې د 4-1 بریا وروبخښله، نوموړي د لوبډلمشرۍ لومړۍ لوبه کي د سرېلنکا په وړاندي شرموونکې ماته خوړلو څخه وروسته په موهالي کي خپله درېمه ډبل سلیزه 208 ووهله او د ریکارډونو په لیست کي یې خپل نوم ورزیات کړ، او له سرېلنکا یې د تیري لوبي سخت غچ واخیست.

روهیت شرما ۲۰۱۷ کال په 1293 منډو او 71.83 اوسط سره پای ته ورساوه، چي په کښي 5 پنځوسیزي او د یوې ډبل سلیزي په شمول 6 سلیزې لري.

3: اپل ترنګا

1011 منډي په 48.14 اوسط سره

Upul-Tharanga

د سرېلنکا اوپنر توپوهونکي ۲۰۱۷ کال پیل په 90 توپونو د 119 منډو سره وکړ، نوموړي په یو ورځنۍ لوبو کي په سخت وخت کي د انجلیو میتیوز څخه وروسته د سرېلنکا لوبډلمشري شروع کړه، نوموړي د خپل کال پیل په غوره لوبي وکړ، چي د سویلي افریقا په وړاندي یې په کیپ ټاون کي 119 منډي جوړي کړې، هغه د بنګلدیش په وړاندي په چیمپینز ټرافي کي پنځوسیزه ووهله او همدارنګه یې له اوسط منډو سره مخکې تګ وکړ، نوموړي د زیمبابوې په وړاندي خپلې غوره توپ وهنې ته پرمختګ وکړ، خو نوموړي د هند پر وړاندي ښه لوبه ونه کړه خو له دې وړاندي یې د پاکستان په وړاندي په عربي متحده اماراتو کي غوره توپ وهنه وکړه او یوه سلیزه (112) او یوه پنځوسیزه (61) یې ووهله.

که څه هم د سرېلنکا لوبډلي د هند په وړاندي په ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو کي ښه ونه ځلیدل خو ترنګا خپله شخصي ښه وځلید، هغه د هند په وړاندي په پایلوبه کي په 82 توپونو 95 غوره منډي جوړي کړې.

4: جویي رووټ

منډي 983 په 70.21 اوسط سره

Joe-Root

د انګلستان ټیسټ لوبډلمشر او غوره توپ وهونکی له پیله په ورو توپ وهنه پیل کړی و، خو په تېرو دوو کلونو کي نوموړی ښه وځلید، هغه په ټولو فارمیټو کي ښه وځلید خو یو ورځنۍ لوبو کي یې ځانګړي بریاوي لرلې، نوموړي ۲۰۱۷ کال په مثبته توپ وهنه پیل کړ، او د هند په وړاندي یې په 3 لوبو کي 2 پنځوسیزي ووهلې، همدا ډول د ویسټ انډیز په وړاندې یې 90 او 101 منډي جوړي کړې، مګر په چیمپینز ټرافي کي نوموړي ډیري ځانګړني لرلې، هغه د بنګلدیش په وړاندي 133 منډي جوړي کړې او لوبډلي ته یې بریا ور په برخه کړه، همدارنګه په ورپسې لوبه کي نوموړي 64 او د چیمپینز ټرافي په نیمه پایلوبه کي د پاکستان په وړاندي یې 46 منډي جوړي کړې.

نوموړي د ویسټ انډیز په وړاندي په څلورو لوبو کي 2 پنځوسیزي ووهلې، چي په مجموعي ډول یې په ۲۰۱۷ کال کي 983 منډي جوړي کړې، او څلورم نمبر یې خپل کړ.

5: روس ټیلر

منډي 968 په 60.50 اوسط سره

Ross-Taylor

روس ټیلر د نیوزېلنډ منځني توپ وهونکو څخه دی، نوموړي د ۲۰۱۷ کال پيل د استرالیا پر وړاندي سلیزي (107) څخه وکړ، چي د نیوزېلنډ لپاره یې په سیالۍ ګټلو کي مرسته وکړه، هغه د سویلي افریقا په وړاندي خپله 17مه سلیزه ترسره کړه او 102 ناسوځیدلي منډي یې ترسره کړې، د روان کال په جریان کي روس ټیلر ښه منډي جوړي کړې، نوموړي 7 پنځوسیزي او 2 سلیزي جوړي کړې، د هغه یو له ښو لوبو څخه د هند په وړاندي د 280 هدف پوره کولو لپاره 95 منډي جوړي کړې او بریا یې خپله کړه، نوموړي د کال پای د ویسټ انډیز په وړاندي په درو لوبو کي 57، 49 او 47 ناسوځیدلي منډو سره وکړ.

ددې سره د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت، د نیوزېلنډ لوبډلمشر، کین ویلیمسن، ای بي ډیویلیرز او د پاکستان بابر اعظم هم په زیاتو منډو جوړولو کي د روان کال له غوره لوبغاړو څخه دي.

454 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...