د ډنډ ولسوالۍ د معتادينو په روغتيايي مرکز کي د ۴۰ تنو په نشه اخته کسانو درملنه وسول

دغه مرکز،چي د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق په شخصي لګښت د معتادينو درملنه کوي تر دې دمه زياتو کسانو درمنله کړې ده.

د اړوند برخي مسؤلين وايي يوازي په روان کال کي د ۷۱۷ تنو په نشه اخته کسانو درملنه سوې او خپلي کورنۍ ته سپارل سوي دي.

دکندهار ښار جنوب ډنډ ولسوالۍ کي دمعتادينو روغتيايي مرکز څو کلونه وړاندي دامنيه قومنداني له لوري پرانيستل سو چي تر دې دمه يي زرګونه ځوانان له نشه يي توکو خلاص کړي او روغ رمټ ټولني ته وړاندي کړي دي.

1

دامنيه قومندانۍ د نشه يي توکو پر ضد دمبارزې مدير سمونيار محسين الله وايي دوی روان کال کي ۷۱۷ تنه هغه ځوانان چي په نشه يي توکو روږد ؤ دغه مرکز کي تر درملني لاندي نيولي او تر روغتيا ورسته يي کورنيو ته سپارلي دي چي دې لړۍ کي يي د پنجشنبې په ورځ هم ۴۰ تنه ځوانان صحتمند ټولني ته تقديم کړل.

په ورته وخت کي په نشه يي توکو ژغورل سوي ځوانان هم له دولته مننه کوي چي ددوی له پاره يي روغتيايي مرکز پرانيستلي او په نشه روږد کسان سالم ژوند ته راګر ځوي.

2

ديادوني وړ ده چي دډنډ ولسوالي تر څنګ په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم دمعتادينو روغتيايي مرکز فعال دي چي پکښي دکندهار ترڅنګ دهيواد دنورو ولايتونو معتادين هم تر درملني لاندي دي.

خبریال: نثار احمد احمدي

263 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

28058830_1670161976382519_8813104786537642165_n

دکندهارخزانې لپاره دڅلرويشت زره امريکايي ډالروپه ارزښت دلمريزي برېښنا سيسټم فعاله سو

دلمريزي برېښنا دغه سيسټم ،چي دشپاړس کېلوواټه برېښنادتوليد ظرفيت لري دپنج شنبې په ورځ دولايت ...