د هلمند ښځینه فعالاني له ولسي جرګې ګیله لري

دوی د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي د ولسي جرګې ورستی اقدام چي له ۱۲ وزیرانو يي یوازي له نرګس نهان څخه د باور رایه واخیستل ، یو تبعیضي چلند یاد کړ.

ولسي جرګې څو ورځي د مخه له دولس وزیرانو یوولس نارینه و ته يي د باور رایه ورکړه او یوازي د کانونو او پټرولیم  ښځینه وزیره نرګس نهان څخه يې د باور رایه واخیسته.

د هلمند یو شمېر ښځینه فعالانو ، د ولسي جرګې د ورستي اقدام په غبرګون کنفرانس ورکړ.

هلمند کي ښځینه فعالي شکوفې نورزۍ دا یو تبعیضي چلند وباله او زیاته يي کړه ، چي ښځي هم پر لوړو دولتي پوستونو د ندي حق لري.

6

دوی وویل : نرګس نهان خپله وړتیا ښودلې ده ، او پکار دا وه چي ، د ولسي جرګې غړو هغې ته د باور رایه ورکړي وه.

دغه راز د ښځو چارو رئیسه جمیلې نیازۍ او د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون مشري عفیفې هم ورته ګیله لرل ، او له دولت څخه يي وغوښتل ، چي د تکړه او لوستو مېرمنو له وړتیاو ګټه واخلي او د وزارت تر کچې هغوی پر دندي وګماري.

د ملي یووالي حکومت اوس مهال پخپله کابینه کي دوه ښځینه وزیراني لري ، خو د ښځو فعالاني له دولته غواړي ، چي د ښځو ونډه نوره هم زیاته کړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

1269 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...