د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پوليسو ۱۱ سوه ګرامه هيروين نيولي

پوليسو دغه هيروين د پنج شنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کي د مدني فعال جلالرحمان شرر سره يو ځای نيولي. د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې مدير وايي، دغه مدني فعال غوښتل ياده اندازه هيروين هندوستان هيواد ته د نېکر په مرسته انتقال کړي.

a

د امنيه قومندانۍ د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پوليسو د پنج شنبې په ورځ د مدني فعال جلال الرحمان شرر سره يوولس سوه ګرامه هيروين نيولي. د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې مديريت مدير سمونيار محسين الله وايي، جلال الرحمان شرر غوښتل دغه هيروين د نېکر په مرسته هندوستان هيواد ته انتقال کړي. د ده په خبره، د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پوليسو نوموړی د کندهار په هوايي ډګر کي د تلاښۍ پرمهال نيولی.

aa

دغه راز د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندي دمبارزې مديريت مدير سمونوال ولي محمد عسکر وايي، د ۳ حوزې د پوليسو او کشفي اورګانو په مرسته يې هغه کوچنی د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص کړی، چي اووه ورځي وړاندي تښتول سوی وو.

دغه کوچنی د فدامحمد زوۍ دی. پلار يې وايي، له امنيتي ځواکونو خوښ دی، چي د ده زوي يې د انسان تښتونکو له منګولو خلاص کئ. نوموړی وايي، د زوۍ له ورکي سره سم يې د اړوندي حوزې پوليس په جريان کي کړه او د اوو ورځو په موده کي يې زوۍ ورته پيدا او د پنج شنبې په ورځ يې ورته تلسليم کئ.

aaa

د کندهار امنيې قومنداني د شر پېښوونکو او مخالفينو په وړاندي خپل عمليات او پلټني خورا چټکي کړي. او ټول هغه کسان يې د قانون منګولو ته سپارلي، چي د عام ولس ژوند له ستونزو سره مخ کوي.

راپور: د روزالدين ايازي

417 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...