د نذير احمد تايي د کتاب پېژندني غونډه جوړه سوه

دغه غونډه، چي داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست لخوا جوړه سوې وه، پرمهال يې ددې سیمي لیکوالانو د نذير احمد تايي د خوشحال خان خټک نوې پخوانۍ طبنامه کتاب، چي تازه له چاپه راوتلی دپښتو ادبیاتو دپرمختګ په برخه کي ګټور یاد کړ.

25152139_2021351177880534_1801838299250632890_n

ددغه کتاب پیژندني ادبي ناسته، چي داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست لخوا دپنج شنبې په ورځ مازیګر مهال دشهید عبدالقدیم پتیال دغونډو په تالارکي جوړه سوې وه، داطلا عاتو اوکلتور دسرپرست رئیس فضل باري بریالي ترڅنګ دکندهار پوهنتون علمي مرستیال لیکوال اوڅیړونکي انجینر شیرشا رشاد، مشر لیکوال استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال، استاد فضل محمد پنهان او ګڼ شمیر شاعیرانو لیکوالانو او د ادب مینوالو پکښي برخه اخيستې وه. دغونډی دپیل پرمهال داطلاعاتو اوکلتور سرپرست رئیس فضل باري بریالي وویل، ددغه ډول ادبي ناستو څخه مو هدف دلیکوالانو د ادبي هڅو ستایل دي، څو ددغي لاري مو نور نوي ځوانان هم دې ته تشویق کړي وي، چي لیکوالۍ ته مخ کړي.

a

دکندهارپوهنتون علمي مرستیال لیکوال او څیړونکي انجینر شیرشاه رشاد دخپلو خبرو دپیل پرمهال دلیکوالانو اوشاعرانو ترمنځ پر داډول ادبي ناستو پاستو ټينګار وکړ.

ښاغلي رشاد دپښتو ژبي دپیاوړي شاعر خوشحال خان خټک دطیب نامې کتاب باندي دلیکوال نذیراحمد تايي دڅیړنو دنوي ټولګي پر چاپ خوښي وښوول او دغه اثر یې دپښتو ادبیاتو اوځوان کهول لپاره ګتور وباله.

aa

ورسته مشرانو لیکوالانو هریو ډاکټر عبدالرازق پالوال استاد فضل محمد پنهان استاد حیات الله رفیقي اویو شمیر نورو لیکوالانو دخوشحال خات خټک نوې پخوانۍ طبنامه کتاب باندي خبري وکړې او غوښتنه یې وکړه، چي نور دي هم ددې سيمي لیکوالان دپښتو ادب دبډايني لپاره داډول علمي کتابونه دچاپ تر درشله ورسوي، څو په راتلونکي نوی نسل ورڅخه پوره ګته پورته کړي.

دغونډي په ورستیو کي دکتاب لیکوال دټولو لیکوالانو شاعرانو او د ادب دمینه والو څخه مننه وکړه، چي دده دکتاب دپیژندني په غونډه کي ګډون وکړ. ددغه علمي ناستي څخه وروسته دلوی کندهار ادبي بهیر مشاعره هم وسوه، چي پکښي لسګونو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.

راپور: سيد ستار مهتابي

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...