د ميوند ولسوالۍ د بندي تيمور د سيمي خلګو د کندهار والي سره وليدل

24312430_1592927000772684_4121858858493817172_n

راغلو قومي مشرانو، ملا امامانو او سپين ږيرو د چهارشنبې په ورځ له کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره د خپلي ولسوالۍ اړوند ستونزي شريکي کړې.

راغلو کسانو له کندها والي څخه مننه وکړه، چي دوی ته يې زمينه برابره کړې، څو د خپلو ستونزو د حل په موخه ورسره وويني. د ليدني پرمهال د ولايتي شورا غړی حاجي نعمت الله شېردلی هم حاضر ؤ.

دغه کسانو د کندهار والي سره په دغه ولسوالي کي د پوهني، زراعت او ځينو نورو برخو اړوند ستونزي شريکي کړې او  دحل غوښتنه يې وکړه.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا وويل، دولت اړ دی، څو د خپلو خلګو ستونزي واوري او د حل په موخه يې کوټلي ګامونه واخلي.

ښاغلي ويسا وويل، ولايتي اداره به د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور د سيمي ټولي هغه ستونزي حل کړي، چي په وس او توان کي يې وي.

خبري څانګه

197 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...