د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان بريد ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دغه ځانمرګی بريد د يک شنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار د پنځمي حوزې اړوند دامان ولسوالي او ښورندام ته څېرمه د سپين بولدک او کابل سړک پر بای پاس د موټر بم په وسيله سوی. د بريد قربانيان ټول ملکي وګړي دي، چي يوه ښځه شهيده سوې او څلور تنه پکښي ټپيان سوي دي.

fff

دا دود او خاوري د هغه موټر بم دي، چي د يکشنبې په ماپښين د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان تر سره سو. د بريد ټول قربانيان ملکي وګړي دي ، چي پر دغه سړک يې تګ راتګ کاوه.

عيني شاهدان او د بريد د قربانيانو د کورنۍ غړي وايي، بريد وحشيانه وو او د دوی مور يې ور شهيده کړه. دغه کس وايي، په خونه کي ناست وه، چي يودم ورباندي توره ورځ او دوړه سوه، او د موټر بم چاودني مالي او ځاني زيان ورته اړولی.

fff

د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت وايي، په دغه پېښه کي يوه ښځه شهيده سوې او څلور کوچنيان ټپيان سوي دي، خو بهرنيوځواکونو ته پکښي کوم زيان نه دئ رسېدلی.

عبدالقاهر هغه کس دئ، چي کورنۍ يې د دغه بريد ښکار سوې ده، دی دغه ډول بريدونه د اسلاميت او افغانيت خلاف کار بولي او له عاملونو څخه يې غوښتنه کوي، چي د ملکي وګړو ژوند ته دي پام وکړي.

په کندهار کي دامهال خورا ښه امنيت تامين دئ، اما وسلوال مخالفين د دغه ډول بريدونو له امله يوازي او يوازي ملکي وګړو ته زيان اړوي او غواړي د خلګو په منځ کي بېره خپره کړي.

راپور: روزالدين ايازي

588 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...