د ایران په یو شمېر ښارونو کي حکومت ضد مظاهرې سوي دي

Capture

د ایران پلازمېنې تهران په ګډون اصفهان، کرمانشاه، رشت، قم، ساري، همدان او قزوین ښارونو کي حکومت ضد مظاهرې سوي دي. دغه مظاهرې، چي د ایران په یوه ښار کي د پنجشنبې په ورځ پیل سوي وې، اوس د دغه هېواد یو شمېر نورو لویو ښارونو کي هم سوي دي.

ویل کېږي په شمالي ښار رشت او لوېدیځ کرمانشاه کي دغه مظاهرې پراخي وې او اصفهان، همدان او ځینو نورو ښارونو کي یې د ګډونوالو شمېر لږ و.

لومړي سر کي مظاهرې د بیو لوړوالي خلاف پیل سوې، خو وروسته یې د مذهبي مشرتابه او حکومتي پالیسیو خلاف بڼه خپله کړه. پلازمېنه تهران او کرمانشاه کي یو شمېر احتجاجیان نیول سوي هم دي.

د ایران لیبر ‘ خبري اژانس سره خبرو کي د امنیتي مسایلو مشرتابه مرستیال ویلي، نیول سوي کسان د هغو نژدې ۵۰ کسانو له ډلي دي، چي د تهران یوه برخه کي یې مظاهره کولهخبریالان وايي دا په ایران کې د ۲۰۰۹ کال له ټاکنیزو ناندریو وروسته تر ټولو پراخ او توند ولسي غبرګون بلل کېږي.

په یو شمېر ښارونو کي د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای خلاف شعارونه ویل کېدل. یوه عیني شاهد ویلي، مظاهره کوونکو د پولیسو له لوري د اوښکې بهوونکي ګاز مقابل کي د درو دېرش نومي پل شاوخوا کي اورونه بل کړي او ځینو کسانو شعارونو کي ویل: سوریه پرېږدئ، زموږ پر حال غور وکړئ.

331 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...